Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملت جوړونې په هکله د جوبایډن څرګندونو غبرګونونه راپارولي

په افغانستان کې د ملت جوړونې په هکله، د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ‌ډېموکراټ ګوند احتمالي نوماند جوبایډن څرګندونې له غبرګونو سره مخ شوې دي. 

ښاغلي بایډن په دې وروستیو کې، د ډېموکراټانو په خپل منځي مناظره کې ویلي چې له ټلوېزیونونو خپرېده، ویلي چې د افغانستان د یووالي امکان نشته او هغه په دغه هېواد کې له ملت جوړونې سره مخالف دی.

هغه زیاتوي:«زه په افغانستان کې د ملت جوړونې له ټولو طرحو سره مخالفه وم. یوازې هغه کار چې باید ترسره یې کړو، هغه په هغې سیمه کې له ترهګرو سره مبارزه ده.»

په دِې مناظره کې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډېموکراټانو احتمالي نوماندې سناټور الېزابت وارن وویل چې افغانستان کې باید جګړه پای ته ورسېږي.

اغلې وارن زیاتوي:«په داسې اوږدو جګړو کې ښکېلتیا زموږ امنیت نه ټینګوي. دغه سیمه نه امنه کوي. موږ باید له خپلو متحدانو سره د ترهګرۍ د مدیریت په برخه کې همکاري وکړ؛ خو باید په افغانستان کې دغه جګړه نوره ختمه کړو. موږ نه شو کولی ۵ کاله او یا لس کاله نور صبر وکړو.»  

دغه څرګندونې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې دي. له دې ډلې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د یوه ملت په توګه د افغان وګړو یووالی او اتحاد ټولې نړۍ ته څرګند دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ جاوېد وزیرۍ وايي:«د افغانستان خلک یو واحد ملت دی، او په سختو شرایطو کې د یو بل ترڅنګ ولاړ دي او د یوه ملت په توګه د افغانستان د دښمنانو په توګه مبارزه کړې ده.»

د افغانستان ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګېلاني هم په دې اړه وايي:«که چېرې دغه پنځوس کاله جګړه په یوه بل هېواد کې وای، ټول وګړي یې باید په روغتون کې وو.»

له دې ټولو سره سره، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د جوبایډن د دغو خبرو په غبرګون کې ویلي چې، افغان ولس د دې وړتیا لري چې یو ملت جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي رونالډ کوبیا هم ویلي چې، افغان ولس د ملت جوړونې وړتیا لري او همداراز کولای شي اصلي ارزښتونو او سوله ییزو موخو ته سره یو موټی شي.

جوبایډن د خپلو خبرو په یوې برخه کې ویلي چې، د امریکا د یوه سناتور او د ولسمشر د مرستیال په توګه د افغانستان ډېرو سیمه ته یې سفر کړی او په باور یې ترهګر له افغانستانه پر امریکا د بریدونو د ترسره کولو ځواک نه لري.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د جوبایډن د دغو خبرو په غبرګون کې ویلي چې، افغان ولس د دې وړتیا لري چې یو ملت جوړ کړي.

شریک یي کړئ