Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي امنیت سرپرست: طالبان لا هم له ترهګرو سره همکاري لري

د ملي امنیت ریاست سرپرست او رییس احمدضیا سراج وايي چې طالبان لاهم له ترهګرو ډلو سره همکاري لري.

ښاغلی سراج چې نن له د کورنیو چارو وزارت له سرپرست مسعود انداربي او د ملي دفاع وزارت له مرستیال یاسین ضیا سره د هېواد د امنیتي وضعیت د ځوابوینې لپاره د مشرانو جرګې فوق العاده غونډې ته بلل شوي وو، زیاته کړه چې طالبان واک ته د رسېدو لپاره  سولې ته نه بلکې د جګړې په اړه فکر کوي.

د ملي امنیت ریاست نوماند، وویل چې د روان لمریز کال د وري میاشتې له پیله د غوايي تر پنځلسمې نېټې، طالبانو په هېواد کې څه باندې ۲۲۰ بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه:«د طالبانو مشرتابه لاهم له پوځي ځواک سره واک ته د رسېدو په فکر کې دي. دوی هېڅ هم په فکر کې نه لري چې د سولې، د یو بل منلو او ځينو نورو څيزونو په توګه.»

د هغې هوکړې پر بنسټ چې طالبانو له امریکې سره لاسلیک کړې باید خپلې ټولنې اړیکې له ترهګرو ډلو سره پرې کړي.

خو د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا وايي چې د دفاعي ځواکونو مرګ ژوبله په ۱۳۹۸ کال کې د ۱۳۹۷ کال په پرتله لس سلنه کموالی موندلی.

د ملي دفاع وزارت د دغه چارواکي په وینا امنیتي ځواکونو په تېر کال کې ۷۰۰ ځانګړي بریدونه لرلي دي.

ښاغلي ضیا وویل چې پاکستان او ایران په افغانستان کې د امنیت د ګډوډۍ په هڅه کې دي:«داسې څيزونه نه دي چې پټ شي... هر افغان چې په هېڅ امنیتي بنسټ کې نه وي، پوهېږي چې پاکستان هره ورځ موږ وژني.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ګواښ وکړ چې طالبان نه شي کولای چې بریالي شي او له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه لیک څخه تراوسه څه باندې ۱۲۰۰ ګډ پوځي عملیات د دولت پر وسله والو مخالفینو شوي دي:«طالبانو ته موکه نه ورکوو چې له جنګي لارې دا ستونزه حل کړي.»

طالبان له دولتي ځواکونو سره د خپلې جګړې دوام د افغان حکومت له لوري، له امریکا سره د دغې ډلې د هوکړه لیک نه عملي کېدل ګڼي.

ورته مهال د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې باید له امنیتي ځواکونو په کلکه ملاتړ وشي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په دې اړه څرګنده کړه:«له ټولو امنیتي ځواکونو مننه کوو چې د دښمن په وړاندې جنګېږي.» 

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار هم وايي:«د دې په پام کې نیولو سره چې نن امریکایانو په جګړه کې بې طرفي غوره کړې ده او له دغه وضعیت سره زموږ چلند څه ډول دی؟»
 
شریک یي کړئ