Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي امنیت سلاکار د ملګروملتونو له عمومي منشي سره ولیدل

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار دفتر سې‎شنبې(د تلې په ۹مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب دوشنبې د ملګرو ملتونو په ۷۴عمومي غونډې په څنډه کې له انتونیو ګوتریس سره ولیدل.

خبرپانه کې راغلي چې په دې لیدنه کې ښاعلي محب د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سره د افغانستان په امنیتي حالت، سولې او تېرو ټاکنو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي ګوتریس په افغانستان کې له سولې او ټیکاو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې حمدالله محمد تېره شپه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړه.

ده طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که د سولې له بهیر سره یوځای نشي، له افغان حکومت سره به جګړه کې ماته وخوري.

ښاغلي محب سوله له نړیوالو سره ګډ هدف او ترهګر ګډ دښمن وباله.

دوشنبې د شپې حمدالله محب د ولسمشرغني په استازیتوب د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې خبرې وکړې

شریک یي کړئ