Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي امنیت شورا: کابل ته د طالب پلاوي د سفر نېټه مشخصه نه ده

د ملي امنیت شورا دفتر وايي تراوسه روښانه نه ده چې کله به د طالبانو مرکچي پلاوی د خبرو اترو د پیل او د بندیانو د ازادولو په هکله کابل ته راشي.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل وايي چې ټاکل شوې په لومړي پړاو کې سل تنه بندیان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ازاد کړل شي.

هغه زیاتوي چې طالبان باید د سولې خبرو اترو بهیر د ښه پرمخ بیولو لپاره له تاوتریخوالي لاس په سرشي او حکومت په کابل کې د دغو خبرو اترو د پیل لپاره چمتو دی:«کله چې دغه پلاوی کابل ته راغی موږ به له هغوی سره ځينې بحثونه ولرو. له هغې وروسته د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د طالبانو سل بندیان به د عمر او روغتیايي وضعیت پر بنسټ او همدارنګه د کرونا ویروس د ګواښ او د بشرپال حقوقو په خاطر به ازاد کړل شي.»

تمه وه چې د شنبې په ورځ (د وري په ۹مه) د طالبانو یو ۱۵ کسیز پلاوی - مولوي ضیاالدین واقف، عبدالحمید آخندزاده، حافظ عبدالقدیر، عبدالظاهر نعمان، مولوي عبدالفتاح، ملا محمد ابراهیم مهاجر، عبدالهادي مالي آخند زاده، قاري عبدالله، ملا عطامحمد محمد،  مولوي صدیق الله خبیب، ملا عبدالله اخوند، حافظ ذاکرالله، مولوي خان محمد نصرت، ذبیح الله او محمد نسیم د طالب بندیانو د خلاصون د څرنګوالي په اړه د افغان حکومت له استازو سره د خبرو د پیلولو په موخه کابل ته راشي.

د طالبانو د دورې لوی څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«هغه پلاوی چې د اسیرانو له څېرو سره اشنايي ولري او د اسیرانو د ماهیت د تشخیص واک ولري، دا ډول پلاوی دیپه ترکیب کې.»

 ټاکل شوې، د طالب بندیانو د خلاصون په بدل کې د افغان ځواکونو شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري د طالبانو له لوري خوشې شي؛ خو داسې ویل کېږي چې، افغان حکومت لا تراوسه له طالبانو سره د افغان ځواکونو د بنديانو نوملړ نه لري.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په دې اړه زیاتوي:«په دغه وضعیت کې چې زموږ په جګړه کې یوو د بندیانو د ازادولو د نوملړ مسله تل د بدلون په حال کې ده.»

په ورته وخت کې، د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د نه چمتوالي له امله، روښانه نه ده چې د طالبانو دغه پلاوی به څه وخت کابل ته راشي.

د سره صلیب کمېټې کابل ته د طالب استازو د راتلو د اسانتیاو برابرولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا وویل:«په لومړي پړاو کې، شل تنه دولتي ځواکونه د طالبانو له بنده او سل تنه طالب بندیان خوشې کېږي.»

په دې منځ کې ځينې هېوادوال د بندیانو د خوشې کېدو په اړه اندېښنه لري.

د پوهنتون استاد موسی فریور په دې اړه وايي:«هیله لرو چې لومړی په افغانستان کې سوله راشي او د قانون د واکمنۍ پر سبا که د بشري حقونو د سرغړونې موردونو ته پاملرنه وشي دا عین عدالت دی.»

له طالبانو سره د امریکا د هوکړې له مخې د سولې خبرو له پیلېدو سره، باید ۵ زره طالب بندیان او د دولتي ځواکونو زر بندیان د دواړو خواوو له لوري خوشې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه