د ملي تدارکاتو کمېسیون د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره د برېښنايي توکو اخیستو لپاره پرته له دې چې اعلان وکړي ۱۳ بهرنیو شرکتونو ته بیې استولې تر څو دوی ورته په دې اړه مالومات ورکړي.
د دې تړونونو ارزښت له ۱۶ میلیون ډالرو څخه ډېر دی، او د دې شرکتونو ترمنځ یو د اماراتو شرکت او نور امریکایي او اروپايي شرکتونه دي.
د تدارکاتو کمیسیون پدې اړه څه نه وايي چې ولې دا تړون په پټه توګه د یادو ۱۳ شرکتونو ته سپارل شوي دي.
د تدارکاتي کمیسیون لخوا شرکتونو ته لیږل شوي نوملږ کې کمپیوټر، د کمپیوتر لپاره پروګرامونه، د ګوتو نښې اخیستو ماشین، د توکو بکس، د لمریز بریښنا تجهیزات شامل دي.
په دې لیک کې ویل شوي دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو ۶۵۰۰ ته اړتیا لري.
د تدارکاتو کمېسیون تر اوسه نه دي ویلي دي چې ولې یې دا تړونونه یوازې ۱۳ شرکتونو ته استولي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون کمېشنر، معاذالله څرګندوي:«په یو شمېر شرایطو کې اړینه ده چې داوطلبي په مقیده توګه وکارول شيـ د وخت کموالي له امله، زه ډاډ درکوم چې د ملي تدارکاتو قانون په پام کې نیول شوی دی.»
دا کمېسیون وايي چې تر اوسه پورې بریالۍ شرکت نه دی مالوم.
معاذالله دولتي زیاتوي:«د ټکنالوژۍ د پروسې دا بهیر اوس عملآ پیل شوی د ی. له دې ټکنالوژۍ د نوم لیکنې لپاره کار اخیستل کېږي.»
له بلې خوا، د ټاکنو څارونکي د توکو دې ډول اخیستو باندې نیوکې کوي او وايي چې د ټاکنو کمېسیون د کارونو حساس والي له امله باید چې دا بهیر اعلان ته وسپارل شي.
د تیفا بنسټ رئیس، نعیم ایوبزاده وايي:«اول دا چې زه د توکو پر کیفیت شک لرم. او بل دا چې دا توکي به په سمه توګه مدیریت نشي. او بل شک مې دا دی د توکو اخیستونکی شرکت به په ټاکنو کې بې پرې پاتې شي.»
په تېرو ټاکنو کې هم حکومت دا ډول توکي د ټاکنو لپاره اخیستي وو.