د ولسي جرګې ځينې غړي پخوانی ولسمشر حامد کرزی د هېواد د اوسنیو کړکېچونو لامل بولي او ټینګار کوي چې له دې ډېر دې نور د حکومت په کارونو کې لاسوهنه نه کوي.
خو د ولسي جرګې غړي د ښاغلي کرزي پر دغو څرګندونو په کلکه نیوکه کوي او وايي چې دی په خپله د هېواد د اوسنیو کړکېچونو لامل بولي.
په ولسي جرګه کې د میدان وردکو استازی غلام حسین ناصري وايي:«د کرزي ډله او بانډ او هغه بهیر چې د کرزي په نامه شته، ښه دې پوه شي چې دا بهیر، دا ډله او دا فاسد بانډ دی چې افغانستان تالا کوي.»
د ولسي جرګې بل غړي ظهیر سعادت هم څرګنده کړه:«پخوانی ولسمشر دې د هغو ۲۶ تنو کورنیو ته لږ تر لږه پام وکړي چې تېره اوونۍ په ارزګان کې شهیدان شول، دغو کورنیو ته به یې پیغام څه وي.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې نور غړي ، د حامد کرزي حکومت؛ تر اوسني حکومت غوره بولي.
د ولسي جرګې بل غړی مخدوم عبدالله محمدي زیاته کړه:«زه د حامد کرزي له ۱۳ کلن حکومت څخه ستاینه کوم؛لږ تر لږه هغه افغانستان چې نظام نه درلود، هېڅ یې نه لرل یوه حالت یې ورسوه چې د نظام څېښتن یې کړ.»
خو د جرګې ځینې نور غړي وایي، تر اوسه یوه مشر هم افغانستان ته په رښتینې توګه کار نه دی کړی.
د ولسي جرګې استازی عارف رحماني په ډاګه کړه:«یو افغان را پورته کېږي ښوونځی،جومات، د خدای کور او مبین کلام سوځوي او جنت ته د تلو لپاره بې ګناه خلک وژني، په ریښتیا پېښه دا ده چې موږ هېڅ ډول د ویاړ وړ تاریخ نه لرو.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي، په وروستي خبري کنفرانس کې یې، د هېواد امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی یاد کړی وه او د افغانستان لپاره یې د امریکا پر تګلاره نیوکه کړې وه.