د ملي شورا اولسم پړاو نن (جمعه د غوايي په ۶ مه) د ولسمشر غني له حضور سره په دغې شورا کې پيل او پرانیستل شو.
د ملي شورا دا پړاو، په داسې حال کې پیلېږي چې د کابل او پکتیا ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې نه دي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د کندوز، بغلان، میدان وردګو او کوچیانو حوزو پایلې یې نن له غرمې مخکې اعلان کړې.
د ملي شورا ټاکنې تېر کال د تلې په ۲۸ او ۲۹مه ترسره شوې، اوس چې له هغه مهاله څه باندې شپږ میاشتې تېرېږي، د دغو ټاکنو پایلې په بشپړه توګه اعلان شوې نه دي.
حکومت د ولسي جرګې د پخوانیو استازو له ژمنیو رخصتیو وروسته، د ملي شورا دروازې یې د دغو غړو پر مخ وتړلې.
د قانون پر بنسټ، د ملي شورا اولسم پړاو باید د تېر کال د کب میاشتې پر پنځلسمه نېټه پیل شوی وای، خو د ولسي جرګې د ټاکنو په ترسراوي کې او همدارنګه د پایلو په اعلان کې د ځنډ له امله دا جرګه وځنډول شوه له همدې امله د ملي شورا پرانستل هم شپږ میاشتې وځنډول شول.
د اپه داسې کې ده چې غزني د ملي شورا په دغې پړاو کې هېڅ استازی نه لري، ځکه چې د ولسي جرګې ټاکنې په دغه ولایت کې ترسره نه شوې.
د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ غړي لري چې د ټاکنو له لارې د یوه پنځه کلن پړاو لپاره ټاکل کېږي.