Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي مصالحې شورا د مرستیالانو او غړو پر نه معرفي کېدو نیوکې

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر په توګه د عبدالله عبدالله له معرفي کېدو دوه میاشتې تېرېږي خو تراوسه د دغه بنسټ غړي او مرستیالان نه دي معرفي شوي چې دا چاره له نیوکو سره مخ شوې ده.

عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینه وايي چې تر هغې چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره دې وزیرانو، والیانو او د خپلواکه رییسانو د معرفۍ اړه اختلاف حل نه شي، ښاغلی عبدالله به د ملي مصالحې عالي شورا غړي معرفي نه کړي.

عبدالله عبدالله چې د تیرو ولسمشرۍ ټاکنو له امله د څو میاشتني سیاسي جنجال وروسته د ملي مصالحې د عالي شورا مشري پر غاړه واخیسته؛ خو اوس د شاوخوا دوو میاشتو په تېرېدو سره د دغې شورا تشکیلات وروستي شوي نه دي. 

د دغې شورا ویاند د دغې شورا د غړو د شمېر او جوړښت په اړه څه نه وايي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«له وخت مخکې ده چې زه د کسانو او شمېر په اړه یې خبرې وکړم خو د ټولنې پوه او نفوذ لرونکي کسان چې خلک پرې اعتماد لري، هغوی مو بحثونو او مشورو ته انتخاب کړي دي.»

د چارو ځینې شنوونکي د هېواد اوسنی سیاسي او اقتصادي وضعیت اندېښمنونکی بولي او د یادې شورا د عملي کار پر ژر پیلېدو ټینګار کوي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم خیرخواه په دې اړه څرګندوي:«خلک ډېره اندېښنه لري چې په دغو دوو میاشتو کې چې تېرې شوې د سولې بهیر نه پيل شوی کار باید پيل شوی وای او مخته وړل شوی وای.»

عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وايي، بابر فرهمند، اسدالله سعادتي، حاجي دین محمد، سلام رحیمي او یو کس چې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي له لوري به معرفي شي، د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیالان وي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت څوکۍ چې د یادې شورا د دارالانشا مشري به هم ولري، مصطفی مستور ته وسپارل شي؛ خو تر هغې چې ښاغلی عبدالله له ولسمشر غني سره د نوماند وزیرانو، والیانو، معینانو او نوماند رییسانو په برخه کې یوې هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو د ملي مصالحې د عالي شورا کار به هم په رسمي توګه پیل نه شي.

د ساسي چارو شنوونکی داوود اساس وویل:«د دوی جنجال دا دی چې متحدین یې څه کار وکړي په خپل منځ کې جنجال لري سیاستوال د ځان لپاره کار کوي.»

د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وايي:«باید ټول هوکړه لیک عملي شي.»

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې له مخې، ښاغلی عبدالله د نوماند وزیرانو، والیانو او نورو چارواکو په معرفۍ کې ۵۰ سلنه ونډه لري.

شریک یي کړئ