Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي پخلاینې شورا: د بندیانو د تبادلې بهیر به ډېر ژر بشپړ شي

د ملي پخلاینې شورا ویاند فریدون خوځون نن چهارشنبې (د وږي په ۱۲مه) وویل چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو په وړاندې ټول خنډو لرې کړل شوي دي.

د هغه وینا، ټاکل شوې ډېر ژر د طالب بندیانو بهیر پای ته ورسېږي او وروسته مذاکرات پيل شي.

د طالبانو د ۳۲۰ ناندریزو بندیانو د خلاصون په لړ کې، نن د کندهار ځايي چاروکي وايي چې د دغې ډلې اته بندیان د دغه ولایت له بندخونو ازاد کړل شول.

د لانجمنو طالب بندیانو په خوشې کېدو کې له درېیو اونیو ځنډ وروسته دغه طالب بندیان اوس اوس په کندهار کې د افغان حکومت له بند خونې خوشې شوې دي.

د کندهار له بندخونې ازاد کړل شوی طالب شېر محمد وايي:«موږ ته دې الله پاک د وطن د جوړېدو، د یوه ښه اسلامی نظام د جوړېدو توفیق راکړي.»

د کندهار له بندخونې بل ازد کړل شوی طالب عبدالرشید هم زیاتوي:«موږ دا غواړو چې زموږ ټول افغانستان یو موټی، یو ملت او یو جوړ شو او په یوې لار روان شو.»

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د دغو طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر وروسته له هغې پیل شو چې، طالبانو دولتي کومانډویان خوشې کړل.

ښاغلي صالح زیاته کړه:«زموږ کومانډویان په عینو مېنه کې موږ ته راوسپارل شول، بیا موږ هلته ولاړو او د هغوی هویت مو چک کړ. زموږ زړه راټول شو چې، نور له طالبانو سره زموږ کوم کومانډو اسیر پاتې نه دی، تر دې وروسته مو پریکړه وکړه چې، پاتې بندیان ورو ورو خوشې کړو.»

یوه حکومتي سرچینه وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې ۲۰۰ نور طالب بندیان د افغان حکومت له بندخونو خوشې شوي دي. چې له دې ډلې ۱۳۷ کسان یې یوازې د کندهار له بند خونې او نور یې د څرخي پله له بندخونې خوشې شوي دي.

د طالبانو پخوانی بندی یار محمد وايي:«هر افغان دا هیله لري چې په افغانستان کې امن وي سوله وي او موږ په کراره ژوند وکړو.»

طالبانو افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې، د دغې ډلې تازه خوشې شوي کسان به بیا ځلي د جګړو ډګرونو ته ستانه نه شي.

د کندهار مرستیال والي اغا لالی دستګیري وویل:«د دوی مشرانو، ترابي صاحب ډېرو دوستانو معاهده کړې ده چې دا کسان به جنګ ته نه ځي.»

خو افغان حکومت لا هم د هغو شپږ طالب بندیانو چې فرانسه او استرالیا یې د خوشې کېدو په تړاو ملاحظې لري، پر بحثونو بوخت دی. په حکومت کې سرچینې وايي چې، په دې بحثونو کې له فرانسې سره پرمختګ شوی خو استرالیا لا هم د دغو بندیانو د خوشې کېدو په تړاو جدي ملاحظې لري.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح څرګنده کړه:«دغه شپږ کسان د درېیو بهرنیو هېوادونو په تورو نوملړونو کې دي او دا هغه کسان دي چې، په قصدي ډول یې د هغو هېوادونو اوسېدونکي وژلي او د هغو کورنیو داسې کمپاین پیل کړی که چېرې دوی خوشې شي؛ نو زموږ د اړیکو د پیکه کېدو لامل به شي. له همدې امله د هغو خوشې کېدل ځنډول شوي دي.»

داسې پتېل کېږي چې د دواړو لورو د ټولو بندیانو له خوشې کېدو وروسته به په نږدې راتلونکې کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.

لا تر اوسه د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو له ډلې ۲۸۰ تنه یې خوشې شوي؛ خو ۱۲۰ طالب بندیان لا هم د حکومت په بندخونو کې دي.

تر دې مخکې افغان حکومت ویلي و چې، له دغو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۱۵۰ تنه یې د نشه يي توکو لوی کاروباریان دي.

شریک یي کړئ