Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي پخلاینې شورا په هکله د ولسمشر له فرمان سره د عبدالله مخالفت

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په یوې اعلامیه کې د دغې شورا د جوړښت په هکله وايي چې د ملي روغې جوړې شورا جوړښت، د دغې شورا د رییس له واکونو څخه دي او د ولسمشر فرمان ته اړتیا نه لري.

ښاغلي عبدالله په اعلامیه کې د ۱۳۹۹ کال د غوايي ۲۸ سیاسي هوکړه لیک «ب» بند ته په نغوې سره چې د دغې شورا د رسمیت او جوړښت په هکله یادونه شوې ده راغلي دي:«د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس له ولسمشر، لوریو، سیاسي مشرانو، د ملي شورا له رییسانو، مدني ټولنې، او د هېواد له پوهانو سره په مشورې، دا شورا جوړه کړي.»

عبدالله عبدالله وايي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا ترکیب باید ملي، جامع او ټول ګډونه وي او په دې لړ کې له مشرانو او له بېلابېلو سیاسي - مدني بهیرونو سره سلامشورې مخکې پيل شوې دي او د وروستي کېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي روغې جوړې د جوړښت او د غړو د اعلان په هکله د ولسمشر غني فرمان د ځينو سیاسي څېرو او هغو کسانو له غبرګون سره مخ شوی چې نومونه یې د دغې شورا د غړو په نوملړ کې راغلي دي.

ځينې سیاستوال دغه ترکیب حتا قومي ګڼي او وايي چې د دغې شورا په مشرتابه کې مېرمنې او ځوانان حضور نه لري.

له دې ډلې پخوانی ولسمشر حامد کزی چې نوم یې د دغې شورا د غړو د نوملړ په سر کې دی، وايي چې په هېڅ حکومتي جوړښت کې به ونډه وا نه خلي.

حزب اسلامي هم په دې شورا کې د جهادي او سیاسي مشرانو د نومانو شاملېدل یو ننداریزاو بې اغېزي کار بولي.
 
 د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي مرستیال حفیظ الرحمان نقي په دې اړه وویل:«جوړښت او د یوې ځواکمنې عالي شورا رامنځته کېدل چې دولتي ماهیت او ماموریت ونه لري د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو بنسټيز او ګټور اصل دی.»

د دې شورا په نوملړ کې د صلاح الدین رباني نوم هم راغلی دی، خو د صلاح الدین رباني دفتر وایي چې د ملي روغې جوړې د ملي شورا د غړو د اعلانېدو په تړاو به ډېر ژر غبرګون وښيي.
د ولسمشر د فرمان پربنسټ په دغې شورا کې ۴۶ تنه غړيتوب لري چې ۹ یې ښځې ۹ جګپوړي دولتي غړي او ۱۹ تنه هم سیاسي او چهادي څېرې شاملې دي.

د دغې شورا مشرتابه غړي په لاندې ترتیب سره دي:

رییس، عبدالله عبدالله

مرستیال، عبدالسلام رحیمی

مرستیال، عنایت‌الله فرهمند

مرستیال، اسدالله سعادتي

مرستیال، زهره مطهري

مرستیال، عطاالرحمان سلیم

مرستیال، حاجي دین محمد

مرستیال، محمد اکرم خپلواک

مشرتابه غړی، محمد معصوم ستانکزی

مشرتابه غړی، نورالحق علومي

حامد کرزی، عبدرب الرسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، عبدالکریم خلیلي، محمد محقق، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني، صلاح‌الدین رباني، محمد اسماعیل خان، عطا محمد نور، سید حامد ګیلاني، ذبیح‌الله مجددي، سید منصور نادري، عنایت الله شهراني، انجنیر محمد خان، داکتر صادق مدبر، محمد اسماعیل غضنفر و خدایداد صالح د دغې شورا ۱۹ غړي دي چې د جهادي څېرو او سیاسي مشرانو له ادرسه د دغې شورا غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال،امرالله صالح،د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش، د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې مشر فضل‌الهادی مسلمیار، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او د ولسمشر سلاکار الماس زاهد د حکومت لوړپوړي غړي دي چې په دغې شورا کې یې هم غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د دغې شورا په ترکیب کې ۹ ښخې هم غړیتوب لري چې له دې ډلې یوه مېرمن په مشرتابه شورا کې هم ګډون لري.

صفیه صدیقي، نجیبه ایوبي، ماري اکرمي، ضیا ګل رضایي، عالیه یلماز، فریده مومند، نسرین اوریاخیل و زرقا یفتلي د دغې شورا ښځينه غړې دي.

د ملي پخلاینې شورا په هکله د ولسمشر د فرمان دوه نور موردوه هم له غبرګون سره مخ شوي، لومړی دا چې سلام رحیمي د ملي روغې جوړې عالي شورا د مرستیال په توګه معرفي شوی او همدارنګه د سولې په بهیر کې د ولسمشر ځانګړی استازی هم ګومارل شوی دی.

دویم مورد دا دی چې د سیاسي هوکړه لیک پربنسټ چې کابو درې میاشتې مخکې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شو او د هغه پر بنسټ د ملي روغې جوړې عالي شورا رامنځته شوه، دا شورا یوه خپلواکه شورا ګڼل شوې وه، خو د هغه غړي اوس د ولسمشر له خوا معرفي شوي دي.

له دې ټولو سره د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ملي روغې جوړې عالي شورا ترکیب ټول ګډونه ګڼي او وايي چې د دغه د غړو له معرفي کولو سره سولې ته د رسېدو په درشل کې مهم ګام پورته کړی دی.   

عبدالله عبدالله وايي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا ترکیب باید ملي، جامع او ټول ګډونه وي.

شریک یي کړئ