Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پخلاینې عالي شورا په هکله د عبدالله له دریځه د کرزي هرکلی

د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشر له خوا د دې شورا د غړو په اړه د ولسمشر غني د فرمان له ردېدو وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغې شورا د رییس عبدالله عبدالله له دې پرېکړې چې د ملي پخلاینې شورا غړي به له سیاسي مشرانو، مشرانو او له مدني ټولنو سره تر مشورې وروسته وټاکل شوي هرکلی کوي.
 
ښاغلي کرزي په یوې اعلامیه کې ویلي چې د سولې عالي شورا د غړو ټاکنه به له هراړخیزو مشورو وروسته د سولې بهیر لپاره اغېزناک وي.

د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وویل:«پخوانی ولسمشر تل په هڅه کې دی چې مذاکرات پیل شي، د سولې بهیر چټکتیا پیدا کړي. پر ملي حاکمیت یې تل فکر کړی، څومره چې مشورې زیاتې شي د خلکو په خیر دي او هڅه دې وشي چې دولتي نه وي.»

دا سیاستوالان وايي چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا په نوملړ کې باید بدلونونه راشي او په دغه نوملړ کې باید د ځينو سیاسي څېرو؛ مخورو او ځوانانو نومونه هم شامل کړای شي.
 
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«که چېرې په دې کې بدلون رامنځته نه شي بیا هم هماغه څېرې وي چې یو عمر د طالبانو پر ضد وو، طالبانو ته یې بد ویلي او له طالبانو سره په جنګ وو، فکر کوم موږ په خپله نه غواړو دا غوټه دې پرانیستل شي.»

د سیاسي چارو کارپوه خان کابلي هم وویل:«پر ارګ کورني او بهرني فشارونه دي، زما په اند اوس مهال بهرنیان په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پرېکړه نه لري، خو د خپلو سیمه ییزو ګټو لپاره د امریکا ټاکنې دي کار کوي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا د دې شورا د ترکیب اعلانېدل د ملي روغې جوړې د عالي شورا مسوولیت بولي او وایي چې د دې شورا غړي باید د ولسمشر د فرمان له مخې نه وای معرفي شوي.

د سیاسي چارو کارپوه خالد خالد په دې اړه څرګنده کړه:«د دوی پڅ کارونه او پر یو بل بې اعتمادۍ یې له بده مرغه د دې اجازه نه ورکوي چې یوې ټولیزې هوکړې ته ورسېږي.»

ولسمشرغني درې ورځې وړاندې په یوه فرمان کې شپږ څلوېښت تنه د ملي روغې جوړې د عالي شورا د غړو په توګه معرفي کړل؛ خو دا فرمان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له غبرګون سره مخ شو او دې شورا دا کار د سیاسي هوکړه لیک پر خلاف وباله. ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او ځينو نورو سیاستوالو د ولسمشر غني له لوري د دې شورا له معرفي شوي ترکیب سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه