Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د منظور پښتین د نیول کېدو په هکله افغانستان کې پراخ غبرګونونه

د افغانستان ځينې سیاستوال په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول د اندېښنې وړ ګڼي او د هغه د ازاېدو غوښتونکي دي.

د پاکستان د پولیسو لخوا د منظور پښتین نیول کېدو د افغانستان په بېلابېلو برخو  غبرګونونه پارولي دي.

ولسمشر غني هم ویلي چې د ولسي لاریونونو په وړاندې د تاوتریخجن چلند به منفي پایلې ولري او دولتونه باید له مدني خوځښتونو ملاتړ وکړي.

ورته مهال کابل کې د پاکستان سفارت په وړاندې ځينې مدني فعالین راټول شوي او د پاکستان پرخلاف د شعارونو په ورکولو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د خوشي کېدو غوښتونکي شول.

د ولسي جرګې غړې او یوه له لاریون والو شګوفه نورزۍ په دې اړه وايي:«په ټوله نړۍ کې چې کوم پښتانه دي هغوی ټول په اتحاد او یووالي سره د منظور پښتین د ملاتړ په پار خپل اواز اچتوي، او موږ هم غوښتنه لرو چې په ټوله نړۍ کې چې څه پښتانه دي، د منظور پښتین په ملاتړ خپل اوازا اچت کړي. او خپل یووالی دې وساتي.»

مدني فعال نظر ګل په دې اړه وویل:«دی دې خپلې غوښتنې د خپلو پښتنو د حق غوښتونکی دی. هغه که لر دې او بر دي که جنوب دي که شمال دي، دا ټول یو پښتانه دي. موږ له سفارته غواړو چې زموږ غږ پاکستان ته ورسوي.»

د کابل په ځینو نورو برخو کې هم  ځينې کسان وايي باید د عدالت غوښتنې غږ چوپ نه شي.

مدني فعال نجیب آزاد څرګنده کړه:«د ترهګرو له روزنې څخه لاس واخلي، د ترهګرو له ملاتړه دې لاس واخلي او ای اېس ای د یوې پوځي او استخباراتي ادارې په توګه هغه کړنې ترسره نه کړي چې ځينو مخکې ترسره کړې.»

مدني فعال منیر احمد هم وايي:«د منظور پښتین په خاطر راټول شوي یوو او دلته غواړو چې خپل غږ تر نړیوالو ورسوو. او زموږ عدالت غوښتنه به تر هغې جاري وي چې د ریښتني لوی افغانستان مبارز منظور پښتین غږ باید چپ نه شي. او د هغه غږ بېرته روان شي او ازاد شي.»

کابل ترڅنګ په هلمند، ننګرهار، کنړ او بامیان ولایتونو کې هم د منظور پښتین د خوشي کولو لپاره لاریونونه شوي دي.کې نیوکې راپارولې دي.

په ننګرهار کې د منظور پښتین د نیولو په غبرګون کې لاریون

له بلخوا پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح، د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل، د مشرانو جرګې رییس فضل‌هادی مسلمیار او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې د هغه د خوښي کېدو غوښتنه کړې ده.

بامیانو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ملاتړ او د هغه د ازادېدو په هلکه لاریون

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر غني غبرګون د دغه هېواد په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه بللې:«پاکستان د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې د اصل له مخې له افغانستان سره نږدې او صمیمانه اړیکې لري، موږ د افغانستان له دولته غواړو په افغانستان او سیمه کې سولې ته د رسېدو لپاره ګامونه واخلي.»

د ولسي جرګې غړې فوزیه حمیدي وايي:«هغه کړکېچن وضعیت چې په افغانستان کې دی، او زموږ هېواد له کړکېچ سره مخ دی که هغه د امنیت له پلوه دی او که اقتصاد، او سیاسي پلوه دی، داسې وخت کې موږ نه غواړو چې له ګاونډیو هېوادونو سره په یوه منفي تقابل شو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۴ کال راهیسې د هغه څه په وړاندې چې په پاکستان کې یې پر پښتنو ظلم بولي فعالیت لري.

شریک یي کړئ