د امریکا او طالب استازو ترمنځ د اومې احتمالي غونډې له ترسراوي سره هممهاله د طالبانو ویاند سهیل شاهین د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان د بین الافغاني خبرو اترو پیل لپاره شرط بولي. که څه هم له حکومت سره د خبرو په اړه څه نه وايي خو ټينګار کوي د راتلوونکي حکومت په اړه به په بین الافغاني ناسته کې پرېکړه وشي.
د سولې خبرو د اووم پړاو لپاره د طالبانو او امریکایانو له چمتووالي سره په یو وخت په قطر کې د طالبانو ویاند وايي که امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره به لاره هواره شي.
د طالبانو ویاند سهیل شاهین په دې اړه وویل:«کله چې امریکایانو د خپلو ځواکونو مهالوېش اعلان کړي، دا به د دې لاره پرانیزي څو افغانان له یو بل سره کېني او د راتلوونکي حکومت په اړه خبرې وکړي.»
په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اووم ځل سفر موده مخ په ختمېدو ده خو روښانه نه ده چې دا خبرې به څه وخت وشي.
له دې سره سره د سولې د خبرو په اړه خبرې سرچینې وايي که د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو مثبتې پایلې ولري، هغه وخت به د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي.
پخوانی طالب قوماندان سید اکبرآغا وايي:«طالبان په سفر کې دي او له دې سفرونو وروسته به دا خبرې اترې پیل شي.»
سیاسي کارپوه حسن حقیار څرګنده کړه:«کهچېرې د خبرو اترو اوم پړام پایلې ته ونهرسېږي، نو به بین الافغاني خبرې اترې ونشي او نه هم له امریکایانو سره به خبرې وشي؛ خبرې اترې به کلونه کلونه وځنډېږي.»
په دې لړ کې اجراییه رییس د آسیا د تعامل او باور جوړونې غونډې د غړو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره له لیدنې وروسته د افغانستان د سولې په هکله د یوې عمومي اجماع د رامنځته کېدو خبره کوي.
د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل:«کېدای شي چې دا سولې او خبرو اترو ته د اړ ایستو لپاره یوه ښه موکه وي.»
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل، د نورو په وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارولو تضمین، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او دایمي اوربند د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو چورلیز دی. زلمي خلیلزاد ویلي ترهغه چې د ټولو موضوع ګانو په اړه موافقه ونه شي هېڅ ډول هوکړه به ونه شي.