Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مهسا قاتلان په ۳۰کاله بند محکوم شول

د شپږ کلنې مهسا وژونکي د کابل ښاري لومړنۍ محکمې کې په دېرش کاله بند محکوم شول.

مهسا کابو درې میاشتې مخکې د دغو تښتوونکو له خوا وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه.

د مهسا د وژونکو محاکمه له اوونیو ځنډ وروسته نن یکشنبې (د غبرګولي په ۵ مه) ترسره شوه.

د کابل لومړنۍ محکمې د موظف څارنوال، د مهسا د کورنۍ او د دوو تنو وژونکو د خبرو له اورېدو وروسته دوو تنو تورنو ته د دېرش دېرش کلونو د بند سزا واوروله.

که څه هم د مهسا کورنۍ د نوموړې قاتلانو ته د اعدام سزا غواوړي، خو د لومړنۍ محکمې رییس وايي هغه کسان چې قانوني عمر یې نه وي پوره کړی،ورته د مرګ سزا نه ورکول کيږي.

مهسا د تېر کال په کب میاشت کې، د کابل ښار د پنځلسمې حوزې له اړوندې سیمې څخه وتښتول شوه او څو ورځې وروسته پولیسو د هغې مړی چې په یوې بوجۍ کې اچول شوی و، د یوه پله له لاندې پیدا کړ.

د مهسا قاتلان په ۳۰کاله بند محکوم شول

د مهسا د وژونکو محاکمه له اوونیو ځنډ وروسته نن یکشنبې (د غبرګولي په ۵ مه نېټه) د کابل ښاري لومړنۍ محکمه کې ترسره شوه.

شریک یي کړئ