د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله آمینه محمد، د دغه سازمان د ملي امنیت پر شورا غږ کوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره ډېر کار وکړي.
امنیه محمد چې تېره اوونۍ افغانستان ته راغلې وه، تېره شپه د (زمري په ۳مه) د ملګرو ملتونو سازمان د ملي امنیت شورا په غونډه کې وویل چې افغانستان له ځنډ پرته سولې او ټيکاو ته اړتیا لري.
هغې په دغې غونډه کې وویل چې افغانستان تېر کال، د هر بل وخت په پرتله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شاهد وو.
مېرمن محمد همدارنګه زیاتوي په هغو سیمو کې چې طالبان فعال دي، د ناموسي وژنو، سنګسار او پر ښځو د نور بریدونو رپوټونه ورکړل شوې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ملي امنیت شورا په دغې غونډه کې د دغه سازمان یوه بل چارواکي افغانستان کې له ټولو ښکېلو لورو وغوښتل چې نړیوال بشرپاله قوانینو ته درناوی وکړي.
بلخوا ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د استازي مرستیال محمد ولي نعیمي ټينګار وکړ چې د سولې په لور حرکت ځواکمن کېږي.