Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د میدان ودرګو مڼې د امنیتي ځواکونو په خوراکي توکو کې زیاتېږي

د کرنې وزارت وايي هوډ لري چې د ملي تدارکاتو او د میدان وردګو ولایتو د باغوانانو د ټولنې تر منځ تړون لاسلیک شي. 

د دې تړون پر اساس به میدان وردګو کې روزل شوې مڼې د ملي اردو او ملي پولیسو په خوراکي توکو کې اضافه شي. 

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي: «ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې د امنیتي ځواکونو لپاره د مڼو اخیستلو قرارداد له دې ټولنو سره لاسلیک شي، له دې لارې به موږ وتوانېږو چې د میدان وردګو مڼې د امنیتي ځواکونو په غذايي مینو کې شاملې کړو.»

د میدان وردګو اوسېدونکي وايي هر کال يې لسګونه ټنه مڼې له کاره لوېږي او خرڅلاو لپاره يې بازار نه لري. 

د میدان وردګو ولایت د خلکو شورا مشر بنیامین وردګ وايي د دې قرارداد له مخې به د میدان وردګو مڼې خپل ارزښت وساتي او له خرابۍ به وساتل شي. 

هغه وايي: «داخلي محصولات دې واخلي، بهرني نه؛ که داخلي محصولات واخلي قیمت يې هم ښه کېږي او کروندګر هم هڅېږي، نه به خلک مخدره توکي کري او نه به نور غیر قانوني کارونه کوي.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه مڼې له هېواده د باندې صادرېږي. 

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي ښه ده چې له داخلي محصولاتو او پیداوارو په ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو کې کار واخیستل شي. 

هغه وویل: «باغوان او پانګه‌وال هم هڅېږي، د پانګونې او کرنې لپاره.»

د کرنې وزارت د معلومات پر بنسټ میدان وردګ ولایت شاوخوا ۵۰ زره جریبه ځمکه د مڼو کښت لري چې هر کال ۸۵-۸۰زره ټنه مڼې حاصلات ورکوي.

شریک یي کړئ