د میدان وردګو پولیسو وايي د میدان ښار پر لومړي قراول د ځانمرګي برید په پایله کې ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
د پولیسو په وینا برید نن(شنبې د لړم په ۵مه نېټه) شوی چې په پایله کې یې ۱۲ تنه ټپیان دي.
پولیس وايي دا برید شنبې سهار د لیمون شرکت په قراول شوې ده، دا شرکت د افغان ځواکونو وسایط ترمیم کوي.
په همدې حال کې یو شمېر سرچینې وايي چې په دې پېښه کې اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان دي.
طالبانو د برید مسوؤلیت منلی.