Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میرزاولنګ قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

هغه یوشمېر کورنۍ چې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ دمیرزاولنګ سیمې څخه د دغه ولایت مرکز ته راغلي له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي.

دوی وایي په دې سیمې باندې برید‎کوونکو چې تور او سپین بیرغونه یې درلودل ملکي کسان یې په ډوزو سره ووژل.

اخوا د سرپل والي وایي چې تراوسه هم لسګونه کسان د بریدګرو تر اسارت لاندې دي.

تراوسه هیڅ ډلې ددغوملکي کسانو د وژلو پړه پرغاړه نه ده اخستي.

د یوه تن بې‎ځایه ماشوم پلار په میرزاولنګ کلي کې د دولت د مخالفو وسله‎والو لخوا په ډزو سره وژل شوی دی.

دا کورنۍ وايي د ستونزو په زغملو سره د سرپل مرکز ته رسیدلي دي.

فاطمه زیاتوي:«ماشومان مې واخیستل او له کوره ووتم، زما د ماشومانو پلار شهید شو او دښته کې پاتې شو.»

بل تن بې‎ځایه شوی، ابراهیم زیاتوي:«د خلکو لاره یې وتړله او عام‎وژنه یې وکړه، ۵۱ کسان یې ووژل او شمېر به یې زیات شي.»

بې ځایه شوي د سرپل په مرکز کې د خپلوانو په کورونو کې اوسیږي.

جعفر چې د میرزاولنګ کلي اوسیدونکی دی له یوه بل ځوان سره یې ځان د سرپل مرکز ته رسولی دی.

هغه وایي د کورنۍ یو شمیر غړي یې وژل شوي دي.

همداراز جعفر وايي:«زما له کورنۍ پنځه تنه وژل شوي دي له ډلې یې یو ورور مې چې له بهر څخه زما د مور او پلار لیدو ته راغلی وه.»

محمد زیاتوي:«یو زوی مې ورک دی او څرک یې نه لږي.»

په دې ځاي کې هره کورنۍ د خپل یوه غړي په ویر کې اوښکې تویوي او وايي پر دوی سخت ظلم شوی دی.

بي‎بي حوا وايي:«لور مې برمت ده، او پلار یې شهید شوی دی.»

د سرپل ولایت د چارواکو له مخې تراوسه له صیاد ولسوالۍ څخه څه د پاسه درې سوه کورنۍ بې ځایه شوې او د دولت مخالفو وسله والو کابو سل کورنۍ یرغمل کړې دي.

د سرپل والي، محمد ظاهر وحدت وايي:«اوس‎مهال میرزا ولنګ کې وژنې دوام لري، اوس‎مهال خلک برمته دي، خلک اسیر دي، اوس‎مهال ۱۵۰ کورنۍ بند کې دي.»

دغه بې ځایه شوې کورنۍ له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي.

د میرزاولنګ قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

د سرپل ولایت د چارواکو له مخې تراوسه له صیاد ولسوالۍ څخه څه د پاسه درې سوه کورنۍ بې ځایه شوې او د دولت مخالفو وسله‏والو کابو سل کورنۍ یرغمل کړې دي

شریک یي کړئ