بادغیس او هرات ولایتونو کې کورنیو بېځایه شویو د واده په پلمه خپل ۱۶۱ ماشومانې خرڅې کړې دي.
د ماشومانو نړیوال صندوق وايي د پلورل شویو ماشومانو عمرونه له یوې میاشتې تر ۱۶ کلونو پورې دي، د یادو ماشومانو کورنۍ وايي چې خپلې لوڼې یې د بېوزلۍ له کبله خرڅې کړې دي.
نازدانه هرات او بادغیس کې د بېځایه شویو کورنیو د ۱۶۱ ماشومانو له ډلې یوه ده، هغه څلور کاله عمر لري، هغه خپلې کورنۍ په یو لک افغانۍ پلورلې ده چې نورو ماشومانو ته یې خواړه برابر کړي.
د نازدانې پلار، عبدالعزیز وايي:«کله چې مې لور خرڅه کړه، نورو ماشومان مې له لوږې مړه کېدل، یوه کس ته مې وویل چې یو لک افغانۍ راکړه، لور مې درکوم. موږ یو لک افغانۍ ولګولې او ځانونه مو هرات ته راوروسول. اوس هم زما ماشومان د شپې په لوږه ویده کېږي.»
د نازدانې بله خور، نرګس هم پلور ته وړاندې شوې، ښايي هره شیبه څوک راشي هغه هم په بیه واخلي او دواړه دا وړې ماشومې خویندې د خپلې کورنۍ او مور له غېږې بېلې شي.
د نازدانې مور، سمر زیاتوي:«د اولاد خرڅول ډېر ګران دي، موږ اړ شوو چې خپله لور خرڅه کړو تر څو نور ماشومان مې ژوندي پاتي شي. زړه مې نه ورباندې کېږي، کله چې یې رانه بوزي زړه به مو ورپسې وسوځي.»
په همدې حال کې د ماشومانو نړیوال بنسټ وايي تر اوسه په هرات او بادغیس کې ۱۶۱ ماشومان چې عمرونه یې له یوې میاشتې تر شپاړلسو کلونو دي، د ودونو په پلمه پلورل شوي دي.
افغانستان کې د یونسف د اړیکو مسوول، الیسون پارک وايي:«هرات او بادغیس کې بدې وچکالۍ دي، په دې برخو کې د کم عمر ودونه څو کاله کېږي چې دوام لري، اوس اتیا سلنه خلک خپل اولادونه په کم عمر کې واده کوي. وچکالیو دا حالت بد کړی دی، په وروستیو څلورو میاشتو کې د بادغیس او هرات پې ځایه شویو ترمنځ ۱۶۱ماشومان چې عمرونه یې له یوې میاشتې تر ۱۶ کلونو دي، واده شوي او یا خرڅ شوي دي، چې کورنۍ یې پوروړې وې.»
هرات کې د کار او ټولنیزو چارو رییس، عبدالقیوم افغان وايي بې ځایه شوې کورنۍ د واده په پلمه خپل د شیدو ماشومان پلوري:« هغه راپورونه چې موږ یې د پې ځایه شویو له کمپ نه لرو دوی خپلې واړې ماشومانې چې شیدي خوري کوژده کړې دي او چې په غیر مستقیم ډول پلورل شوې دي او نورو کورنیو ته د پیسو په بدل کې سپارل شوې دي.»
همدا راز حکومت د ماشومانو واده یا خرڅلاو غیر قانوني بولي. د ماشومانو د پلور سره د قاچاق وړونکو لاسته د دې ماشومانو په لوېدو ویره او اندېښنې شته.
د هرات والي، محمد آصف رحیمي وايي:«د بې ځایه شویو ماشومانو شمېر څومره دی او دا چې په کومو شرایطو کې خرڅ شوي دي، د قانون خلاف دی، که تاسو جدي مالومات لرئ، نو موږ سره یې شریک کړئ چې څېړنه وشي.»
په وروستیو میاشتو کې لسګونه ماشومان د بې ځایه شویو کورنیو لخوا خرڅ شوي دي، دوی وايي ماشومان یې نورو ولایتونو او ان له هېواده بهیر بیول شوي دي او تر اوسه یې د برخلیک په اړه مالومات نه لري.