Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناټو عمومي منشي: داعش افغانستان کې د خلافت جوړولو ته نه پریږدو

د ناټو عمومي منشي، ینس استولتنبرګ وایي نه پریږدو  چې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډله افغانستان کې خپل نومی خلافت جوړ کړي.

ینس سټولټنبرګ نن له غرمې وروسته)دلړم په دوهمه نېټه(بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو له ناستې مخکې خبرې کولې یو ځل بیا ټيګار وکړ چې نړیواله ټولنه نه پریږدي دا چې افغانستان د ترهګرو په امن پټنځای بدل شي.

:«په افغانستان کې زموږ د شتون لامل دا دی چې له نړیوالې ترهګرۍ سره وجنګیګو. موږ غواړو ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه شو چې داعش په سوریې او عراق کې له لاسه ورکړی، په افغانستان کې یې بیا تاسیس نه کړي او دا یې لامل دی چې موږ غواړو خپل حضور افغانستان کې حفظ کړو.»

په‌همدې حال کې هېواد کې د ناټو ملکي استازی، نیکولاس کې له طلوع نیوې سره مرکه کۍ وایي د افغانستان حکومت او سیاستوال دې له طالبانو سره دسختو او وخت نیونکو خبرو په تمه ووسي.

هغه وړاندې ویلي«کله جې له طالبانو سره خبرې پیل شي مهمه ده چې افغاني لوری د یوه مدرن افغانستان استازیتوب وکړي او تر ممکنه اندازه متحد ووسي. ځکه چې له طالبانو سره به مذاکرات سخت وي او ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت به ونیسي. نو هغه څه چې مهمه دي د افغانستان او کابل خلکو چتووالی دی چی باید چمتو ووسي. په دې مانا چې د سیاسي مشرانو ترمنځ یووالی رامنځته شي.»

د ناټو دغه لوړپوړي ديپلومات ټینګار کوي چې د ټاکنو خپلواک کېسیون باید د رڼو رایو پر بنسټ د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

شریک یي کړئ