د ناټوعمومي منشي، ینس ستولتنبرګ دوشنبې(د تلې په ۲۲مه نېټه) لندن کې یوې ناستې پرمهال وویل چې طالبان باید دوامدارې سولې ته ژمن ووسي.
ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه:«طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی دی، پای ته یې نه دی رسولی. دا دوامدارې سولې ته د ژمنتیا نشتوالی ښیې او دا روښانه کوي چې د راتلونکی لپاره د سولې راوستو په موخه کلک او معتبر تضمین ته اړتیا شته.»
هغه ټینګار وکړ چې ناټو افغانستان کې د سولې لپاره له هرې هڅې ملاتړ کوي.
ده وړاندې وویل چې ناټو افغانستان ته ژمنه ده ترڅو دغه هېواد د ترهګرو پرپټنځای بیا بدل نشي.
سټولټنبرګ همداراز په ولسمشریزو ټاکنو کې د افغانانو ګډون ستایلی دی او زیاته کړې یې ده:«زه له افغان ځواکونو، ښځو او نارینه وو ستاینه کوم چې د دموکراسۍ اجرا کولو لپاره یې په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون وکړ او رایه یې ورکړه.»
نوموړی په دې باور دی چې افغان ځواکونه پیاوړي دي او دوی له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې توان لري. او دوی به د سولې راوستو ولپاره شرایط چمتو کړي.