Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار امنیه قومندان: په دغه ولایت کې داعش لاهم حضور لري

د ننګرهار امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز مني چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې لاهم داعش جنګیالي فعالیت لري.

ښاغلي مبارز زیاته کړه چې دغه داعش جنګیالي تر ډېره د ننګرهار ولایت په شیرزاد او حصارک ولسوالیو کې حضور او فعالیت لري.

له دې ټولو سره هغه وايي چې ننګرهار کې د داعش حضور اندېښمنوونکی نه دی او د هغوی د له‎منځه وړلو لپاره هوايي او ځمکني عملیات جریان لري.

ښاغلي مبارز څرګنده کړه:«د داعش فعالیت زیات نه دی؛ یوازې د شېرزاد او حصارک ولسوالیو په ځينو برخو کې حضور لري او هغه هم په پټه.»

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي نه یوازې د داعش حضور او فعالیت بلکې په دغه ولایت کې د علماوو وژلو هم اندېښمن کړي دي.

د هغوی په وینا د تېرو دوه میاشتو په لړ کې، کابو ۲۰ دیني عالمان د نا‎پېژانده وسله‎والو له خوا ترور شوي دي - هغه ترورونه چې د ښاغلي مبارز په وینا، د هغو ډلو کار دی چې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ماته خوړلې ده.

هغه څرګنده کړه:«دښمن تښتېدلی دی په سرحدي سیمو کې پټ دی؛ کله ناکله په دغه راز بریدونو لاس پورې کوي څو د حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي.»

د ننګرهار اوسېدونکی انعام الله په دې اړه وویل:«امنیتي وضعیت ډېر خراب دی؛ ځکه چې موږ نه شو کولای په اسانۍ سره په ښار کې تګ راتګ وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې، حکومت اعلان وکړ چې ننګرهار کې د داعش ستر مرکز له‎منځه ولاړ.

د ننګرها امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز وايي چې دغه داعش جنګیالي تر ډېره د ننګرهار ولایت په شیرزاد او حصارک ولسوالیو کې حضور او فعالیت لري.

شریک یي کړئ