Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اچین کې د داعش د درې کلنې واکمنۍ له پای وروسته کیسې

د هېواد په ختیځ کې د ننګرهار اچین ولسوالۍ درې کاله د داعش د فعالیت مرکز و، له څو میاشتو راهیسې د داعش له منځه تلو وروسته د خلکو ژوند عادي حالت ته ستون شوی دی.

خو په اچین کې د داعش د واکمنۍ کیسې زړه بوږنونکې دي، لکه د نهه کلن میرویس کیسه چې داعش جنګیالیو هغه له ښوونځي تښتولی و او څلور میاشتې یې پوځي زده کړه ورکړې وه.

دغه ماشوم ځانمرګي برید ته چمتو شوی و.

د اچین اوسېدونکی میرویس وايي:«موږ ته به یې وېډیوګانې ښودلې او ویل به یې چې د کافرانو سر پرې کړئ.»

میرویس هغه ماشوم چې داعشیانو له ښوونځي تښتولی او ترهګریزې زده کړې یې پرې کولې.

د میرویس پلار چې زوی یې مرګ ته نږدې شوی و، په اچین کې یې خپل هر څه پرې ښودل او هغه یې د داعشیانو له منګولو وژغوره، خو کله چې بېرته خپلې سیمې ته ستنېږي کور یې وران شوی دی. یوازې دا کوټه د اوسېدو لپاره ورپاتې ده، له خوراکي توکو او اوبو پرته په نسبي امنیت سره بیا ژوند په‎کې پيلوي.

د اچین اوسېدونکي د داعشیانو په واکمنۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، د سیمې خلک هغه هدیره راښيي چې د ډېری سرونه د داعشیانو لخوا پرې شوي او یا په ډزو سره وژل شوي دي.

د اچین بل اوسېدونکی زمین ګل په دې اړه وویل:«پلار مې داعشیانو را شهید کړ او اوس موږ له خپل نیکه سره ژوند کوو، خو هغه هم بې وسه او کمزوری دی او په یوه بڼه زموږ د شپې او ورځې ډوډۍ پيدا کېږي.»

زمین ګل د خپل پلار پر قبر چې د داعشیانو له خوا وژل شوی لاس په دعا دی.

خو په اچین کې عادي ژوند ته د راستنېدو لېوالتیا زیاته شوې او خلک په خپله سیمه کې عادي ژوند ته راګرځي.

ان د تمې پرخلاف د اچین بازارونه د شپې لخوا هم له ګڼې ګوڼې ډک دي، دا بازار د داعشیانو د واکمنۍ پرمهال په کنډواله بدل شوی و.

په اچین کې د داعش ټغر ورټول شو خو د دې سیمې اوسېدونکي تر نیمو شپو د داعشانو د کړنو کیسې کوي.

د اچین بل اوسېدونکی پرویز وايي:«داعشیانو زما زوی داسې شهید کړ چې ۱۹ ورځې له هغوی سره په بند کې و. او له هغه وروسته یې شهید کړ.»

اوس په دغه سیمه کې له جګړې لیرې یوه ارامه فضا واکمنه ده او ټول د دایمي امنیت په تمه دي، د کرارۍ په دغه فضا کې د میرویس په شان ماشومان په دې هیله دي چې یو ځل بیا ښوونځي ته ولاړ شي او د خپلو هیلو د پوره کېدو لپاره هڅې وکړي.

په اچین کې د داعش د واکمنۍ کیسې زړه بوږنونکې دي، لکه د نهه کلن میرویس کیسه چې داعش جنګیالیو هغه له ښوونځي تښتولی و او څلور میاشتې یې پوځي زده کړه ورکړې وه.

شریک یي کړئ