د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو ویلي دي چې د یاد ولایت د کورنیو او بهرنیو جرمونو څارنوالۍ مرستیال غلام حیدر په یوې چاودنه کې ووژل شو.
د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي چې د ننګرهار ولایت د کورنیو او بهرنیو جرمونو څارنوالۍ مرستیال د چهارشنبې ورځې په سهار هغه مهال چې د کور څخه د خپل کار د دفتر په لور روان وو په بهسودو ولسوالۍ کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین سره برابر شو چې خپله او چلوونکی یې په دغې پېښه کې وژل شوی دی.
په ورته وخت کې ښاغلي عبدالزي ویلي دي چې نن سهار د یوې چاودنې په پایله کې د بټي کوټ ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو د اکمالاتو آمر خان ولي له یوه ولسي وګړي سره ټپي شوی دی.
د دغې پېښې قربانیان تر ټولو نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو په شمول تر اوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نهده اخیستې.