په یوه ځانمرګي برید کې چې نن جمعه(د کب ۲۷ مه)د ننګرهار د حج او اوقافو رییس ظاهر حقاني پر کور وشو د هغه ورور ووژل شو.
ویل کېږي چې دوه تنه ځانمرګي بریدګر د دغه برید په تړاو نیول شوي دي،خو تراوسه د بریدګرو د پېژاند په اړه کره جزئیات په واک کې نشته.
د پېښې یو شاهد وايي چې دغه برید د ننګرهار د سرخ رود ولسوالۍ د حجرت په کلي کې شوی دی.
دغه پېښه ټپيان هم لري خو کره شمېر یې څرګند نه دی.او په خپله حقاني ته هم زیان نه دی رسېدلی.