یو شمېر وسلهوالو د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د دې ولایت پر پوهنې مدیریت برید وکړ او په دې برید کې ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې تر اوسه لس ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، پنځه تنه ټپيان تر درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.
شاهدانو ویلي وه چې کابو پنځوس کسان د وسله والو په ولکه دي چې یرغمل کړي یې دي.
برید نن (چهارشنبې د چنګاښ۲۰مه) سهار کابو نهه نیمې بجې پيل شوی دی.
د ننګرهار والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې وسلهوالو د ننګرهار په پنځمه امنیتي حوزه کې د پوهنې پر مدیریت برید وکړ او له افغان ځواکونو سره یې نښتې پيل کړې.
ښاغلي خوګیاني د برید څرنګوالي په اړه مالومات ورنکړل.
په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند، آصف شینواری وویل چې تر اوسه د دې ریاست چوکيدار ژوند له لاسه ورکړی او لا هم نښتې روانې دي.
ورسته له هغې سیمې ته افغان ځانګړې ځواکونه ورسېدل، کابو یوه نیمه بجه برید پایته ورسید.
سیمهييزو چارواکو د بریدګرو شمېر په اړه څه نه دي ویلي.