Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار پنځو ولسوالیو کې د کوکنارو پراخ کښت

د ننګرهار د ګرهڼې، مالدارۍ او اوبو لکولو ریاست مسوولین د دغه ولایت پنځو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت په غبرګون کې وايي هڅه کوي څو د کوکنار کښت د مخنوي لپاره د بزګرانو سره د سبزي جاتو او کښتونو ترویج لپاره د تخومونو او سړو خونو د جوړولو مرسته وکړي.

دغه مسوولین زیاتوي چې سږ کال په شېرزادو، خوګیاڼو، نازیانو، اچین او روداتو ولسوالۍ کې کوکنار کړل شوي دي.

د کوکنارو په کروندوکې کارګر د ورځ په ۵۰۰ افغانیو کار کوي، بزګر، خیال محمد څرګندوي:«که مرستې راسره وشي، نو موږ به دا بوټی نکرو، او بد بوټی دی کوکنار،  که دولت راسره مرسته وکړي، نو دا نه کرو.»

 یوکارګر، حضرت علي وايي:«بزګري زما پلار نیکه کسب دی، خو کوکنارو کې ګټه زیاته ده، ځوانان همدا کار کوي، ودونه کوي که نظام ته ولاړ شو نو بیا په یو او بل نوم وژل کېږو.»

بزګران وايي د وروستیو بارانونو له امله سږکال یې کوکنار حصلات کم دي او نیوکه کوي چې حکومت ورته بدیل کښت نه دی ورکړی.

بزګر، ولي  محمد زیاتوي:«بل کښت باندې ډېره ګټه زموږ لاسته نه راځي، موږ یو کیلو په لس زره کلدارې پلورو، او قاچاق بر یې په شپېته زره پلوري او موږ بله ګټه نلرو مجبور یوو.»

د ننګرهار د ګرهڼې ، مالدارۍ او اوبو لکولو ریاست مسوولان وايي د ننګرهار ، شیرزادو ، خوګیاڼو ، نازیانو ، اچین او روداتو ولسوالۍ دي چې کوکنار په کې کښت شوي دی خو دوي وايي غواړي د کوکنارو بدیل فصل بزګرانو ته ورکړي.

ننګرهار ګرهڼې، مالدارۍ او اوبولکولو رییس، انعمال الله صافی زیاتوي:«که موږ ورته زمینه برابره کړو، او د سبزیجاتو د کرکېلې زمینه ورته برابره شي، نو ښایې د کوکنارو د کر مخه ونیول شي او موږ په دې هڅه کې یوو.‎»

ننګرهار د ډیورنډ فریضي ګرښې سره اوږده  پوله لري چې د نشه یې توکو په ځانکړي ډول کوکنارو قاچاق په کې زیات دی چې پرته د حکومتي مالیه څخه بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کیږي چې کټه قاچاقبرانو او وسلوالو ډلو ته راسیږي.

شریک یي کړئ