Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «بمونو د مور»له غورځول شوې سیمې څخه نوي انځورونه

بالاخره د طلوع‎نیوز خبریالان د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د اسد خېلو کلتي ته د «بمومو د مور» د غورځول شوي اصلي سیمې ته لاره پیدا کړه.

د طلوع نیوز خبریال شریف امیري چې دغې سیمې ته تللی، وايي چې د امریکا تر ټولو نااټومي بم د داعش ډلې پټن‎ځای په نښه کړی او تراوسه هم د دغې ډلې د جنګیالیو ځینې مړي د پېښې په سیمه کې پاتې دي.

د امریکا تر ټولو ستر نااټومي بم له څه باندې ۱۰ ټنو چاودېدونکو توکو سره د «وري په ۲۴ مه» د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د اسد خېلو په کلي کې وغورځول شو.

انځورونه ښيي چې د دغه بم د غورځولو سیمه،اوس په ګنډواله بدله شوې.او د امنیتي چارواکو په وینا د څه باندې ۹۰ داعشیانو ژوند یې اخیستی دی.

د ملي پوځ ځواکونه اوس د بم د ټوټو په راغونډولو بوخت دي.

د کومانډو د شپږم کنډک د پلان امر محمد رستم وايي:«له همدې ځایه یې ټولې درې او د مومند دره سوق او اداره کولې.»

له دې وړاندې امنیتي چارواکو ټینګار کړی وه چې د اچین ولسوالۍ په اسد خېلو کلي کې له مخکې جوړې شوې سمڅې په افغانستان کې د داعش ستر روزنیز مرکز دی، یوه میاشت وړاندې دا سیمه د داعشیانو تر ټولو ستر مرکز بلل کېده او آن په دې لیرې پرته سیمه کې آن کمپیوټرونوته هم لاسرسی درلود.

د کومانډو ځواکونو د درېیم کنډک قومندان خالد اندرابي په دې اړه څرګنده کړه:«داعشیانو یوه تښتوونکې ډله لرله چې ښځې به یې تښتولې او دلته به یې راوستلې او له خپلو ښځو سره به هغوی روزل او له دې ځایه به یې د اچین ولسوالۍ په لور روانولې.»

داعش ډلې دلته د هېواد په ختیځ کې په خپلو روزنیزو مرکزونو کې حتا ماشومانو ته هم د ځانمرګو روزنه ورکوي.

لس کلنې حلیمې څو ساعته مخکې د داعشیانو له یوه روزنیز مرکز څخه کوماندو ځواکونو ته ځان ورساوه.

لس ورځې وړاندې هغه تښتولې وه او د ځانمرګي برید لپاره یې ورته روزنه ورکوله ډېره وهل او ټکول شوې وه جالبه دا چې دې نجلې ته داعشیانو داسې درمل ورکړي وو چې په تېرو لسو ورځو کې د لوږۍ هېڅ احساس یې نه کاوه.

حلیمه زیاتوي:«زه ښوونځي ته تللم؛یو سپين کرولا ډوله موټر راغلی او وې ویل چې راشئ تاسې ښوونځي ته رسوم همغه وو چې زما موږ خوله یې وتړله او موږ یې په موټر کې واچولو.»

د اسد خېلو کلی له پاکستان سره نېږدې پروت دی او هېڅ مُلکي کس په دې ځای کې میشت نه دی.

 د کومانډو ځواکونه له ځمکې او امریکايي الوتکې له هوا د داعشیانو هر ډول حرکت څاري او داعشیان اوس له پولې هغې غاړې ته تښتېدلی دي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا دا دره به د امنیتي ځواکونو د نشتوالي په صورت کې بیا ځلې د داعشیانو په مرکز بدله نه‎شي؟

د طلوع‎نیوز خبریالان چې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د «بمونو مور» د غورځولو ځای ته تللي، وايي چې داعش ډله هلته روزنیز مرکزونه لري او هلته ماشومانو او ښځو ته روزنه ورکوي.

شریک یي کړئ