Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار پچیراګام کې د داعش د ظلمونو کیسې

د دریووکالو په تېرېدو سره د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش د ظلمونو کیسې لاهم تازه دي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له داعش سره نښته کې یې د کلي کابو ۲۵۰ تنه وژل شوي دي.

دوی وايي داعشیانو د سیمه ییزو پاڅون کوونکو مړي نه ورسپارل، نو ځکه لا هم په سیمه کې د مړو هډوکي پراته دي.

د هارون بابا کلي خلک د داعش پر وړاندې پورته او له یادې ډلې سره یې جګړه وکړه.

 قومي مشر، ملک خان زمان وايي:«داعشیانو د غریبو خلکو له کورنو استفاده وکړه، د خلکو کورنو ته ولاړل او هوايي ځواکونو هم پرې بریدونه وکړل او د خلکو کورونه وران شول.»

د سیمې اوسېدونکی، شېرمست زیاتوي:«د ورځې درې بجې بمبار وشو، او موږ ته یې وویل چې بیا هغې خوا ته مځئ، بیا مو هرڅه منځه ولاړل.»

شپیته کلن محمد عارف د پچیراګام اوسیدوونکی دی، وايي لومړی کس وو چې د داعش پر ضد یې د څلویښتو کسان یو قومي ځواک جوړ کړاو د اعشیانو پرضد یې سختې جګړې وکړې.

دی زیاتوي چې یو ځل داعشیانو د یو ځانمرګي برید څخه هم روغ وتلی دی«موږ د داعش پرضد راپورته شوي یوو، موږ د هیچا پسې نه یوو راپورته شوي، موږ د داعش پر وړاندې جهاد کوو، او وروسته له دې به زموږ اولادونه دا جګړه کوي.»

 همداراز ضمیر خان چې له داعش سره جګړه کې ټپي شوی دی وايي:«دلته څومره قبرونه چې دي له داعش سره نښته کې شهیدان شوي دي، کابو دوه نیم سوه کسان دي.»

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی د داعش پر ضد د خلکو مبارزه ستایي:«ننګرهار کې خلکو د داعش پر وړاندې پاڅون وکړ او دا د دوی برکت دی چې اوس دلته داعش نشته.»

د هارون بابا کلي شاوخوا دونیم سوه ځوانان د داعش پرضد جګړه کې وژل شوي خو اوس دا کوچنیان د کلي په کوڅو کې خوشحاله معلومیږي خو دې کوچنیانو کې  داسې کوچنیان هم شته چې پلارونه یې د داعش پر ضد جګړه کې وژل شوي.

د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له داعش سره جګړه کې یې کابو دوه سوه پنځوس کسان وژل شوي او نوې هديره یې جوړه ده

شریک یي کړئ