د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ «جو درې» سیمې په یوه جومات کې پرلهپسې دوه چاودنې وشوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي چې په دغو چاودنو کې ۶۲ تنه وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپيان دي.
د ننګرهار د ځايي چارواکو په وینا، په دغو چاودنو کې چې نن له غرمې وروسته (جمعه د تلې په ۲۶مه) د یوې نیمې بچې په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ کوونکي د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر حال کې وو.
د پېښې شاهدان وايي چې د دغې پېښې له امله د دغه جومات چت رالوېدلی دی.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو طالبانو دغه چاودنې غندلې دي.
ځايي چارواکي وايي چې شونې ده د قربانیانو شمېر زیات شي.