Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نوروز جشن د کرونا د خپرېدو له امله په رسمي توګه ونه لمانځل شول

د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د نوروز جشن، نن (جمعه د وري په لومړۍ ڼېټه) د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په رسمي توګه ونه لمانځل شو.

ډېری تفریح ځایونه او زیارتونه چې تېر کال د نوروز جشن د لمانځنې لپاره د خلکو د ډېر حضور شاهد وو، سږکال دروازې یې د خلکو پر مخ تړلې وې.

له دې ډلې کابل کې د سخي زیارت او په بلخ کې د حضرت علي روضه چې د نوروز د جشن د لمانځلو اصلي ځایونه دي، تړلي وو.

په بلخ کې د جنډې پورته کولو مراسم د شپې پر مهال د لږو خلکو په حضور سره ترسره شول.

افغان حکومت یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې د نوروز جشن د کرونا ویروس د خپرېدو له امله چې تراوسه ۲۴ تنه پر دغه ویروس ککړ دي ونه لمانځل شي.

خلک چې د کرونا ویروس له خپرېدو اندېښمن دي د حکومت له دغې پرېکړې هرکلی کوي. 

د کابل اوسېدونکی ظاهر عطايي په دې اړه وايي:«د دین له لیدلوري، فرض دی چې موږ خپل ځان ساتنه وکړو او باید په بشپړه توګه جدي وګڼئ.»

د کابل اوسېدونکی علي صمدي هم وویل:«له کڼې کوڼې، له یو بل سره ناستی په ځانګړې توګه له هغو ملګرو سره چې له بهرنیو په ځانګړې توګه له ایران څخه راځي ډډه وکړئ او خصوصي روغتیا مو رعایت کړئ.»

د کابل ژوبڼ دروازې هم د خلکو پرمخ تړلې دي. خو د پارک شهر تفریح ځاي داسې ښکاري چې له دغه حکمه سرغړونه کړې او دغه تفریح ځای فعال دی چې ډېر خلک ورغلي دي.

خو شهر پارک، په کابل ښار کې یو له تفریح ځاینو نن فعال و، او په دغه تفریح ځای کې خلکو حضور درلود. خو د دغه تفریح ځای امنیتي مسوولین موږ ته د تصویر اخیستو اجازه نه راکوي.

د کابل اوسېدونکی فرهاد څرګنده کړه:«له بده مرغه خلک بې غوري کوي؛ له موږ نه نیولې تر نورو باید له ځانه اصلاحات پیل کړو.»

له یوې اوونۍ راهیسې غونډو، تفریح ځایونو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو ته د خلکو تګ راتګ منعه اعلان شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي:«همدا چې وايي چې په غونډو کې کډون مه کوئ، باید ګډون ونه کړي. کله چې وايي چې یو بل ته لاس مه ورکوئ. خلک دې د ځان ساتنه وکړئ، د خپل بدن مقاومت دې لوړ کړي او زموږ خبرو ته دې غوږ کېږدي.»

د نوي هجري لمریز کال د پیل نوروز جشن د نړۍ له لرغونونو جشنونو څخه دی چې په بېلابېلو هېوادونو کې په ډول ډول مراسمو سره لمانځل کېږي.

کرونا ویروس د سږني کال د نوروز پر جشن سیوری غوړولی دی. په کابل کې د سخي زیارت هم له خلکو تش دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه