Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نور او باتور دوستم د لېږد الوتکې ته د الوت اجازه ور نه کړل شوه

 د بلخ والي عطا محمد نور او د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم زوی باتور دوستم الوتکې ته له بلخ څخه کندهار ته د الوتنې اجازه ور نه کړل شوه.

که‎څه هم دوی غوښتل په کندهار کې د حکومت د سیاسي نقد کوونکو په غونډه کې ګډون وکړي خو ویل کېږي چې د مزار شریف په ښار کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د هغوی الوتکې ته د الوتنې اجازه ورنه کړل شوه.

د سرچینو پر وینا دغه مخنیوی د حکومت په غوښتنه شوی خو حکومت او د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې عطا محمد نور، په یوې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې په دې اړه داسې ویلي دي:«لکه څرنګه چې وینئ، د افغانستان له هرې څنډې زموږ د بېلابېلو قومونو او ملیتونو محترم شخصیتونه، د لوی کندهار د تفاهم شورا په غونډه کې د ګډون هوډ درلود، ترڅو له دوی سره له نېږدې هوکړه وکړو. خو له بده مرغه، د حکومت مشرتابه موږ ته اجازه را نه کړه.»

هغه د حکومت دغه کار ناقانونه بولي.

ښاغلی نور زیاته کړه:«دا د قانون په خلاف ، ناقانونه، غیر اخلاقي او غیر انساني حرکت وه.»

هغه همدارنګه وویل چې دا کار د هېواد د خلکو په ګټه نه دی، او د هغه په وینا څه باندې یو ساعت په الوتکه کې په تمه وو.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج وايي چې ارګ په قصدي توګه کندهار ته د ښاغلی نور او دوستم د سفر مخنیوي کړې ده.

ښاغلی ته‎ینج وویل:«په نېغه توګه په خپله ولسمشر مسوولیت لري. خو جنبش ارګ مسوول بولي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ