Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نوم‎لیکنې له پیله ۷ ورځې وروسته بیا هم د خلکو ګډون کم دی

د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې د بهیر له پیله ۷ ورځې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په دغه بهیر کې د خلکو د ګډون کچه لاهم ټیټه ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کمېنشرۍ ملیحې حسن په وینا په دې اوه ورځو کې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۱۸۹ زره او ۶۱ تنو نوم‎لیکنه کړې ده.

اغلې حسن زیاتوي:«له بده مرغه د رایه ورکونې په مرکزونو کې د نوم‎لیکنې لپاره د خلکو حضور د قناعت وړ نه دی.»

دغه راز، د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر او د احمد شاه مسعود زوی له خلکو غواړي راتلونکو ټاکنو کې د رایې ورکولو په موخه نوم‎لیکنه وکړي.

د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود څرګنده کړه:«که‎چېرې موږ ډګر پرېږدو، په ډاډه هغه درغلګر، هماغه جعل کاران او هماغه کسان چې په واقعیت کې د خلکو رایه او د خلکو د برخلیک د تعیین حق پټ کړی، بیاځلې د دې کار موقع پیدا کوي.»

له دې سره جوخت، په بدخشان ولایت کې سیاسي ګوندونو هم خلکو ته د دغه بهیر د عامه پوهاوي په منظور، د همغږۍ یوه ډله رامنځته کړې ده او د دغه ولایت اوسېدونکو په دې موخه کمپاین په لاره اچولی دی.

خو هېوادوال، امنیتي ګواښونه، د ولسي جرګې د غړو د ژمنو ماتول د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې په مرکزونو کې د خپل د نه حضور لامل بولي.

بلخوا د هوایي ځواک مرستیال عبدالوهاب وردک د کابل ښار په یوه مرکز کې د نوم‎لیکنې پر مهال خلکوته ډاډ ورکوي چې د ټاکنو امنیت به خوندي کړي.

د هوايي ځواک قوماندان عبدالوهاب وردګ په ډاګه کړه:«په ټول افغانستان کې امنیت د ګمارل شوي کمېسیون له خوا په بشپړه توګه نیول شوی دی.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال‎وېش پر بنسټ د نوم‎لیکنې لومړۍ پړاو به د غوايي تر ۲۳ مې پورې د ولایتونو په مرکزونو او د غوايي له ۲۵مې د غبرګولي تر ۷مې نېټې پورې په ولسوالیو او د غبرګولي له ۹مې نیولې بیا د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې پورې په کلیو کې به د نوم‎لیکنې بهیر دوام ولري. 

شریک یي کړئ