Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوم لیکنې کمزوری بهیر او د شیعه علماوو شورا شرط اېښودل

د د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر په یوولسو ورځو کې د هېواد په بېلابیلو برخو کې څه باندې ۴۰۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره د نوم‎لیکنې په مرکزونو کې د خلکو حضور  قناعت وړ نه بولي.

په مرکز او ولایتونو کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې له پيله دولس ورځې تېرېږي. چې په ۱۱ لومړنیو ورځو کې ۴۳۵ زره ۳۷۶ کسانو نوم لیکنه کړې ده. چې په کابل کې له ۲۱ زره ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې او د دغه بهیر د نوملړ په لومړۍ درجه کې ځای لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن په دې اړه وايي:«د کمېسیون له خوا د خلکو د پوهاوي لپاره بېلابېل میکانیزمونه په لاره اچول شوي او تراوسه هم د هېواد په ګوټ ګوټ او ۳۴ ولایتونو کې د شاید او باید په بڼه چې تمه کېږي نه دي رسېدلي او له همدې امله هیلې زیاتې دي چې زیاتوالی پیدا کړي.»

دغه راز، د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په مرکزونو کې امنیتي ستونزې د دغه بهیر په وړاندې لوی خنډ شمېرل کېږي.

د افغانستان د اهل تشیع علماوو شورا په کابل کې د پېژندپاڼو د وېش په مرکز له خونړي برید وروسته غوښتنه کوي چې که د رایه ورکونکو د نوم لیکنې مرکزونو امنیت خوندي نه‎شي نه به نوم لیکنه او نه به هم رایه ورکړي.

د افغانستان د اهل تشیع علماوو د شورا فرهنګي مسوول رضواني بامیاني په دې اړه څرګنده کړه:«ځينې داسې پوه شوي دي چې موږ د اصولاً ټاکنې تحریم کړې دي، چې هېڅکله داسې نه دي موږ په ټاکنو ګډون او د ټاکنیزه نوم‎لیکنه کې ګډون مو دې ته مشروط کړ کله چې د خلکو له ګډون او څار سره د ډاډ وړ امنیت رامنځته شو په هغه صورت کې خلک باید ګډون وکړي.»

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په ډاګه کړه:«دا د افغانستان د دښمن د سټراټېژیکو پروګرامونو برخه ده چې بالاخره هڅه کوي چې د مذهبونو او بېلابېلو قومونو په منځ کې قومي جګړې ته لمن ووهي.»

دغه راز، د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسراوي او د نوم لیکنې د بهیر په وړاندې غبرګون ښيي.

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید وايي:«په کومه بیه غواړي چې خلک د رایو صندوقونو په لور ولاړ شي  د هغوی د ځان په بیه او په کومه بیه غواړي چې مشروعیت ورکړي.»

په ټول هېواد کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې ۷۳۵۵ مرکزونو شاوخوا ۱۰۰ یې د نا امنیو د ګواښ له امله په ولایتونو کې تړلي دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په ولسوالیو او کلیو کې د امنیت ګواښ له کبله د نوم لیکنې د دغو مرکزونو د تړلو په اړه څه نه وايي.

د شیعه علماوو شورا له خلکو غواړي هغه مهال نوم لیکنه وکړي چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو امنیت په جدي توګه ټینګ شي.

شریک یي کړئ