Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نویو نوماند وزیرانو د نه معرفي کېدو له امله پر حکومت نیوکې

حکومت او ولسي جرګه تراوسه هم د اوو بې واکه شویو وزیرانو په اړه له یو بل سره ښکېل دي او سترې محکمې هم د بې واکه ‎شویو وزیرانو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړې نه‎ده.

ولسي جرکې استازو نن یو ځل بیا د بې واکه شویو وزیرانو د کار پر دوام نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت باید ژر تر ژر نوي نوماند وزیران معرفي کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل:«د بې واکه شویو وزیرانو د کار دوام د قانون په خلاف دي.سرپرستي هم له ځانه څرګند وخت لري.»

اخوا اجراییه ریاست وایي بې واکه شوي وزیران د سترې محکمې د پرېکړې تر اعلان ېدو خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وویل:«موږ هیله لرو چې ستره محکمه د یوې خپلواک ځواک په توګه د اساسي قانون ۹۲ مادې تفسیر وړاندې کړي.»

صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر، محمود بلیغ،د ټولګټو وزیر، نسرین اوریاخېله، د کار او ټولنیزو چارو وزیره ،فریده مومند، د لوړو زدکړو وزیره ،اسدالله حنیف بلخي، د پوهنې وزیر، محمد الله بتاش، د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر، عبدالرزاق وحیدي،د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر هغه وزیران دي چې د ولسي جرګې لخوا له استیضاح وروسته بې واکه شول.

 پر دې سربېره د کانونو، اطلاعاتو او کلتور، سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

له یوې میاشتې ډېره موده کېږي چې حکومت د بې واکه شویو وزیرانو د برخلیک په اړه پرېکړه سترې محکمې ته سپارلې ده، خو تر اوسه په دې اړه یو واحد نظر نه دی څرګند کړی. له سترې محکمې هم څوک په دې اړه خبرو کولو ته چمتو نه دي.

شریک یي کړئ