Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نړیوالو مرستو په انحصار کولو د افغان حکومت تورنېدل

د افغانستان د روڼتیا بنسټ هغه څه چې د کرونا ویروس پر ضد د حکومت لخوا د مرستو انحصار بولي، پرې نیوکې کوي او زیاتوي چې د حکومت دا هڅې د افغان حکومت د مرسته کوونکو هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي.

د یاد بنسټ مسوولین وايي چې حکومت یادې مرستې باید همغږې کړي او په خپل انحصار کې ده یې نه ساتي.

د افغانستان د روڼتیا بسټ رییس، اکرام افضلي په دې تړاو وايي:«د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د نړیوالو مرستو په برخه کې د حکومت انحصار تزلزل رامنځته کوي او لږ باور چې پاتې دی، هغه هم له منځته وړي.»

له بلې خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي له افغانستان سره د مرستو په برخه کې د نړیوالو زړه نه ښه کولو لامل فساد بولي او وايي چې ډېرو هېوادونو کې مرستې د غیردولتي برخو لخوا لګول کیږي.

د ولسي جرګې غړی، میرحیدر افضلي څرګندوي:«ټوله نړۍ کې مرستې د موسساتو او بنسټونو لخوا لګول کیږي. لکه د ډپلیو اچ او یو اس اې آی ډي لخوا لګول کیږي. هیڅ ځای کې داسې نشته چې پېښې مستقیم دولت ته ورکړل شي او د دولت لخوا ولګول شي.»

د ولسي جرګې بل غړی، ګل رحمان همدرد زیاتوي:«نړیوال ټولنه غواړي چې سیستم محوري کار وکړي، نه فرد محوري. خو ارګ په دې هڅه کې دی چې فرد محوري کار وکړي. ځکه له افغانستانه د نړیوالې ټولنې زړه سوړ شوی دی.»\

خو افغان حکومت وايي چې نړیوالې ټولنې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ډېرې مرستې کړې دي او دوی هڅه کوي چې دا مرستې په منظم او اغېزمنه توګه ولګوي.

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي په دې اړه زیانوي:«د افغانستان د حکومت ډېرې هڅې د همغږۍ او انسجام لپاره دي. موږ له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د نړیوالې ټولنې مرستې جلب کړېدي او د دوی ملاتړ مو ترلاسه کړی دی.»

افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۱۷ میلیون، نړیوال بانک سل اعشاریه څلورو میلیون او د آسیا پراختیايي بانک هم د ۴۰ میلیونو ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

حکومت وايي چې دا هڅې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د مرستو راټولولو لپاره د منظم سیستم جوړولو په موخه دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه