Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات انجیل ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې رییس ووژل شو

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې رییس، عبدالرحیم عظیمي د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد څرګندوي چې ښاغلی عظیمي دوشنبې(د سلواغې په ۲۸مه نېټه) د وسله والو کسانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

همداراز د هرات امنیه قومندان، جنرال امین الله امرخېل وايي چې د انجیل ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د رییس پر وړاندې ګواښونه وو، خو هغه پرته له دې چې له امنیتي ځواکونو سره همغږي وکړي، د ولسوالۍ نا امنې سیمې ته تللی او هلته پرې برید شوی دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د هرات پولیس وايي چې د محکمې د رییس ته ګواښونه وو او هغه پرته له همغږۍ نه  امنې سیمې ته تللی وو

شریک یي کړئ