Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د "هرات د امنیتي خبرو اترو څلورمه غونډه" پيل شوه

د هرات د امنیتي خبرو اترو څلورمې غونډې نن په هرات ولایت کې د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو او امنیتي بنسټونو د استازو او کارپوهانو په شتون کې په کار پیل وکړ. ټاکل شوې ده ګډونوال پر سیمه‎ییز امنیت په ځانګړي توګه د افغانستان د امنیت په اړه خبرې اترې او د نظرونو راکړه ورکړه وکړي.

په دغې غونډه کې ګډونوال وايي چې د سیمې په ځانګړي توګه د افغانستان امنیت په شدت سره د ترهګرو له‎خوا ګواښل کېږي او له افغانستان سره ټول ژمن هېوادونه باید د هغو هېوادونو په وړاندې چې له ترهګرو څخه ملاتړ کوي، مبارزه وکړي.

دغه غونډه د دوو ورځو لپاره دوام مومي ترڅو په افغانستان او سیمه کې د جګړې او د ترهګریزو فعالیتونو د دوام څرنګوالی وڅېړي. له کارپوهانو څخه د لیرې نږدې ګاونډیو هېوادونو تر استازو د افغانستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو ته د رسېدنې لپاره طرحې او ویناوې لري. د خلکو په منځ کې د ناسمو باورونو شتون، د بهرنیانو له‎خوا جګړې ته لمن وهل او همداراز بې‎وزلي او اوزګاري په هېواد کې د جګړې د دوام او د هېواد له وګړو څخه د ترهګرو د سرتېري نیولو له بنسټیزو لاملونو څخه ویل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت پخواني چارواکي ټینګار کوي چې افغانستان تل د پاکستان او د خلیج څنډې د یو شمېر نورو هېوادونو له‎خوا ضربه خوړلې ده او ترهګرې ډلې د دغو هېوادونو له‎خوا تمویل او سمبالېږي.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا په دغې غونډه کې وايي چې د افغانستان یو له مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو څخه د دغه هېواد د نا امن کولو لپاره طرحه کوي خو له افغانستان سره ژمن هېوادونه لاتر اوسه هم له دغه هېواد څخه ملاتړ کوي.

سپنتا ویلي دي: " له افغانستان سره یو له نږدې اسلامي هېوادونو څخه په یوه ډول د ترهګرو له سترو پناه ځایونو څخه دی او په نړۍ کې په ۲۰۱۳ کال کې ۸۰سلنه ترهګریز بریدونه د افغانستان، پاکستان، عراق، نایجریا او سوریې هېواد کې پېښ شوي دي".

ښاغلی سپنتا د سیمې ترهګریزې ډلې له هغې ډلې طالبان او داعش او نور جنګیالي د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د سیاست ابزار بولي.

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر، سلمان خورشید ویلي دي چې هېواد یې همداراز له افغانستان سره د مرستې لپاره ژمن دی ترڅو د افغانستان خلک بشپړې سولې او آرامښت ته لاس ومومي.

ښاغلی خورشید زیاتوي: " موږ نه‎شو کولای تاسو له ستونزو سره خوشې کړو، ځکه چې تل مو هڅه کړې ده ترڅو د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره سوله برابره کړئ او پر امنیتي ستونزو او ننګونو، د خپلواکۍ ساتلو او یوموټي والي بریالي شي".

د هرات ځايي مسؤلین او همداراز د دغې غونډې په لاره اچوونکي وايي چې افغانستان د بهرنیو پانګونو د جذبولو لپاره لوړه وړتیا لري، او له افغانستان سره باید په دغې برخه کې جدي مرسته وشي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي وايي: " موږ سوله‎ غواړو افغانستان تل د نیابتي جګړې قرباني شوی او د هرات خلک له نورې هرې سیمې څخه ډېر سولې او امنیت ته اړتیا لري".

د افغانستان د استراپېژیکو مطالعاتو مرکز رییس داوود مرادیان وايي: " د دغې غونډې له په لاره اچولو څخه موخه دا ده چې موږ ډېره باور جوړونه ولرو موږ باید د خپلې دغې پوښتنې لپاره چې ولې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله له اروپايي هېوادونو سره زموږ اړیکه ښه ده، ځواب ولرو".

دغه غونډه په داسې حال کې په هېواد کې په لاره اچول کېږي چې افغانستان له پخوا څخه ډېر له ترهګریزو فعالیتونو او پراخو نا امنیو رنځېږي، ټول وايي چې افغانستان به هېر نه‎کړي او هغه هېوادونه چې په سیمه کې د ترهګرۍ په لټه کې دي له خپلو دغو خپرونو څخه به ګټه وانه‎خلي.

د هرات د امنیتي خبرو اترو څلورمې غونډې نن په هرات ولایت کې د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو او امنیتي بنس

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه