Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د زده کوونکو لپاره له لیرې لارې د زده کړو بهیر پیل شو

د هرات د پوهنې ریات وايي چې د دغه ولایت د زده کوونکو لپاره له لیرې لارې د زده کړې بهیر پیل شوی دی.

د هرات د پوهنې رییس ذکریا رحیمي وايي چې د دغه پروګرام له پیل کېدو سره، ۷۵ سلنه زده کوونکي به له لیرې لارې به زده کړې وي.

د هغه په وینا له لیرې لارط د زده کړې بهیر بهیر له محلي ټلوېزیونونو او همدارنګه د ګرځنده ټلېفون او کمپیوټر له لارې به د لاسرسۍ وړ وي:«عملاً د هرات د ۱۶ محلي ټلوېزیونونو له لارې درسونه پیل کړي او له نېکه مرغه ډېره ښه پایله یې لرلې ده. د زده کوونکو مشران هم له دغې طریقې راضي دي.» 

کابو یوه میاشت کېږي چې هرات کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګرځ بندیز لګول شوی دی.

افغان حکومت، د ښوونځیو په ګډون ټول ښوونز او روزونیز مرکزونه د وري تر ۳۱مه رخصت اعلان کړي دي - خو داسې ښکاري چې د کووېډ نولس ناروغۍ له زیاتوالي سره دا رخصتي به وغځول شي.

د پوهنې وزارت د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې ۱۸۰۷۳ ښوونځي فعال دي چې څه باندې ۹۶۵۰۸۹۳ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي. ۳۸ سلنه دغه زده کوونکي نجونې دي.

ځينې میندې چې ماشومان یې له لیرې لارې زده کړه ویني، وايي چې دا طریقه د معیاري سیسټمونو د نشتون له امله له ډېرو ننګونو سره مخ دی.

الهه ساحل هغه مور چې څو ورځې کېږي زوی یې په انلاین توګه زده کړې ویني، وايي ډېری مضمونونه دي چې حضوري زده کړې ده اړتیا لري:«د لومړیتوب پر بنسټ، خصوصي ښوونځي په انلاین توګه یوازې د څلور مضمونونه درس ورکوي. انګليسي ژبه، او یا هم پښتو ژبه دې ته اړتیا لري چې استاد حضور ولري او له زده کوونکو سره د ورځې محاوره ولري چې زده کوونکي یې زده کړي. له همدې امله ډېرې ننګونې دي. شونې ده چې په ځینو کورونو کې تجهیزات نه وي؛ مثلاً موبایل، کمپیوټر او ټلوېزیون...»

هرات کې د خصوصي ټلوېزیون عصر مدیر مسوول وايي چې د دغه ټلوېزیون نشرات د ورځې یو ساعت د پوهنې وزارت خپرونو ته ځانګړي شوي دي. 

د عصر ټلویزیون مسوول مدیر حبیب الله فراهي وویل:«موږ د ورځې یو ساعت خپل نشرات د معارف په واک کې ورکړې دي. د دولسم ټولګي درسونه د ورځې د عصر ټلوزیون له لارې خپرېږي. موږ په وړیا توګه له معارف سره همکاري کوو.»

له دې ټولو سره، هغه ماشومان چې هرات کې د انټرنېټ امکاناتو ته لاسرسۍ نه لري، د لیرې لارې له زده کړې څخه بې برخې دي. 

شریک یي کړئ