Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات والي: پر انسان تښتوونکو ډزې وکړئ او له منځه یې یوسئ

د هرات ځايي چارواکو ددغه ولایت پولیسو ته حکم کړی چې پر وسله‎والو غلو او انسان تښتوونکو په مستقیمه توګه ډزې وکړي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وایي پولیسو ته یې حکم کړی له انسان تښتوونکو، غلو او نامسووله وسله‎والو سره د مقابلې په صورت کې پرې ډزې وکړي او هغوی له منځه یوسي.

ښاغلي رحیمي زیاتوي چې دا پرېکړه په هرات کې د انسان تښتونې او وسله‎والو غلاو له زیاتوالي وروسته نیول شوې ده:«هغه کسان چې اختطاف کوونکي دي، که وتوانېدئ هغوی ونیسئ، څو د قانون منګولو ته یې وسپارو، له هغې پرته ویشتل کېږي.»

د هرات امنیتي چارواکي وایي په تېر یوه کال کې په دې ولایت کې د ناامنیو څه د پاسه ۳۰ عاملین د پولیسو لخوا وژل شوي دي. 

د هرات امنیه قوماندان وايي زر تنه نور پولیس د دې ولایت پر تشکیل ورزیات شوي چې په ورسېدو سره به یې د هرات ولایت په تېره بیا ښار امنیتي وضعیت ښه شي.

د هرات امنیه قومندان جنرال امین امرخېل په دې اړه وویل:«په دې وروستیو کې کورنیو چارو او لوړپوړي امنیتي مرستیال له موږ سره ژمنه کړې چې زر تنه اضافي ځواک در استوو. د پولیسو له ارګان سره موازي نور امنیتي بنسټونه دې هم جدیدیت نه کوي.»

د هرات اوسېدونکي په دغه ښار کې د ناامنۍ پر عاملینو له بریدونو هرکلی کوي.

د هرات اوسېدونکی وثیم کریمي څرګنده کړه:«هیله ده چې د دوی اقدام د کاغذ په مخ نه وي او جدیدیت وښيي چې خلک وکړای شي په بې غمه زړه خپل ژوند او کار وکړي.»

د هرات سیمه‎يیز چارواکي په داسې حال کې د مجرمینو پر ځپلو ټینګار کوي چې د دغه ولایت اوسېدونکو تل د وسله‎والو غلاوو، انسان تښتونو، جنايي جرمونو او نامسووله وسله‎والو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ