Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات پر جوادیه جومات برید په پراخه توګه وغندل شو

د هرات په ښار کې پر جوادیه جومات برید افغان حکومت، په کابل کې د امریکا سفارت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي یا یوناما، اروپايي ټولنې، د پاکستان سفارت او د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي وغنده.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید غندلی او د هېواد له علماوو څخه یې وغوښتل چې د داشان تاوتریخوالي په وړاندې خپل غږ پورته کړي.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ايالاتو سفارت د هرات پر جوادیه جومات برید په کلکه غندي.

په کابل کې د امریکا سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د دغه بريد د وژل شويو کسانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له ‌کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله‌ څرګندوي.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«دغه شان بریدونه په داګه مذهبي شخړو ته د لمن وهلو لپاره ترسره کېږي. مونږ د وروستي تاوتریخجن او ناوړه عمل په وړاندې د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو اقدامات د ستایلو وړ بولو. د امریکا متحده ایالات به سولې، امنیت او سوکالۍ ته د لاسرسي په برخه کې، د افغانانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي (یوناما) په یوې خبرپاڼه کې پر جوادیه جومات برید غندلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو په دغې خپرپاڼه کې ویلي:«دغه برید په پراخه توګه ولسي وګړي یې د عبادت پر مهال په نښته کړل او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده.»

هغه زیاته کړه:«د یوې ځانګړې ډلې په وړاندې د فرقه‎يي تاوتریخوالي د اور د لمبو زیاتوالی مردود دی او هغه کسان چې د داشان کړنو په لټه کې دي باید محکمې ته وکاږل شي.»

یوناما په دې خبرپاڼه کې د قربانیانو له کورنۍ سره همدردي کړې او د ټپيانو لپاره یې ژر تر ژره شفا غوښتې ده.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«موږ یو ځل بیا د هرات په ښار کې د ترهګريز برید له امله د افغانستان له خلکو سره له خواشیني څرګند وو.»

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي:«اروپايي ټولنه په ژوره توګه د قرباینانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوي او د ټپيانو لپاره عاجله او کامله شفا غواړي.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«موږ د افغانستان له خلکو سره له دغې نړیوال ګواښ (ترهګرۍ) سره د مبارزې د له هڅو سره متحد یوو.»

په کابل کې د پاکستان سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید یې غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر هم په یوې خپرپاڼه کې ویلي:«د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د هرات په ښار کې د جوادیه جومات پر لمونځ کوونکو ترهګریز برید د ټولو انساني او اسلامي اصولو په خلاف بولي او هغه په کلکو ټکو سره غندي.»

ښاغلي کرزي دغه پېښه یې د افغانستان د سولې او ټیکاو او د افغانانو ترمنځ د تفریقې او د هېواد او سیمې بې ثباتۍ څرګنده نښه بولي او وايي:«موږ باید خبر وو او پوه شو چې دا ډول بریدونه د پردیو په حکم او د هغوی د ګټو د تأمین لپاره ترسره کېږي او اړتیا ده چې له هر وخت څخه ډېر له ډېرې هوښیارۍ سره د افغانستان د خلکو ترمنځ یووالی او اتحاد پیاوړی کړو او د مضرضینو شومو موخو ته د رسېدو مخنیوی وکړو.»

په هغو پیغامونو کې چې د دغې پېښې د غندلو لپاره استول شوي دي له خلکو څخه غوښتل شوي دي چې له نور وخت څخه زیات یووالي او د یو بل منلو ته هڅه وکړي.

شریک یي کړئ