Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات پر جومات برید د دوو ځانمرګو له خوا شوی وه

د هرات ځايي چاواکي د دې پخلی کوي چې د هرات په ښار کې پر جوادیه جومات برید د وو ځانمرګو بریدګرو له خوا شوی وه. خو د پېښې شاهدان ادعا کوي چې په دغه برید کې دوه بریدګر هم شامل وو چې د هغوی په وینا په لمونځ کوونکو له ډزو وروسته له سیمې څخه وتښتېدل.

د سیمه‎ییزو چارواکو په وینا، په دغې پېښه کې ۲۹ تنه ولسي وګړي شهیدان او ۶۳ تنه ټيپان شوي دي.

لومړنی بریدګر د جومات په عمومي دروازه کې د ساتونکي له وژلو وروسته جومات ته ننوت.

له هغه وروسته کله چې مهمات یې ختم شول دننه په جومات کې هغو چاودېدونکي توکي ته یې چاودنه ورکړه چې په ځان کې یې وو.

د پېښې شاهدان همدارنګه ادعا لري چې په دغې پېښه کې ۵۴ تنه شهیدان شوي دي.

خو د ځینو قربانیانو کورنۍ ادعا کوي له دې سره چې د جومات په ۵۰ کیلومټرۍ کې پوسته وه خو پولیسو د دغو لمونځ کوونکو د ژغورنې لپاره هېڅ ونه کړل.

په ورته مهال کې د پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل خان حکومت د هېوادوالو د امنیت په خوندیتوب کې ناتوانه بولي.

هغه څرګنده کړه:«په هغه صورت کې چې په هېواد کې د دښمن جدي فعالیت ووینو، یقین لرم چې د هرات له خلکو څخه غواړم چې د دوی په وړاندې سمبال شي او موږ هره ورځ د خپلو خویندو او وروڼو پر جنازه ناست نه وو.»

ولسمشرۍ ماڼۍ د دغې پېښې د څېړنې لپاره ځانګړی پلاوی هرات ته استولی ترڅو د دغه برید څرنګوالی وڅېړي.

داعش ډلې د دغې پېښې پړه منلې ده.

شریک یي کړئ