د هرات په شینډنډ کې د طالبانو د نویو مشرانو د پلویانو ترمنځ جکړه کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
رپوټونه رسوي چې د طالبانو د نویو مشران ملااختر محمد منصور او ملا عبدالرسول د پلویانو ترمنځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې نښته وشوه،په دغې نښته کې چې نن سهار پیل شوې ده د طالبانو ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۰تنه نور یې ټپيان شوي دي.دغه نښته د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ د زیر کوه په کلي کې پېښه شوه،په هغه ځای کې چې له تېر وخت څخه د طالبانو په واک کې وه.
په همدې حال کې د هرات پولیس وايي چې د طالبانو د نوي مشر ملاعبدالرسول پلویانو هڅه کوي چې ملااختر محمد منصور ته وفاداره ډلې له هرات څخه بهر کړي.
سرچینې وايي چې دغه نښته د ملاعبدالرسول د پلویانو ملا ننګیالي تر حکم لاندې جنګیالیو او د ملا اختر منصور ته وفاداره قومندان مولوي صمد ترمنځ پیل شوه او د ملا رسول پلویانو په شینډنډ کې د ملااخترمحمد منصور ته اړونده اډه سوځولې ده.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان وايی په دغه نښته کې ۱۱ طالبان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال تاج محمد جاهد په دې اړه وویل: "دېره ورځ د طالبانو په منځ کې یوه نښته وشوه چې د هغې په پایله کې د ډلې مشر صمد ټپ پورته کړ او نن سهار شپږ نیمې بجې د دغې ډلې ترمنځ شدیده نښته پیل شوه".
د ملي اردو دغه قوماندان وايي د هرات او فراه له ځینو برخو څخه طالبان له دغو دواړو لوریو سره د مرستې لپاره شینډنډ ته ورغلي دي.
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند دغو ډولو ترمنځ دغه اختلافونه د خلکو په ګټه بولي.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه