Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات په نا امنو ولسوالیو کې د ۴۱ ښوونځي تړلي دي

د هرات ولایت د پوهنې رئیس، عبدالرزاق احمدي وايي چې په دې ولایت کې د نا امنیو او ترهګریزو ګواښونو له امله ۴۱ ښوونځي تړلي پاتې دي چې له  امله یې ۲۰۰۰ زده‎کوونکي له زده‎کړې بې‎برخې دي.

ښاغلی احمدي دا ولسوالۍ شینډنډ، ګذره،ګلران، اوبه او زنده‎جان یادوي چې له ډلې یې یوازې په شینډنډ ولسوالي کې ۳۰ ښوونځي تړلي دي.

په همدې حال کې، د هرات د والي ویاند، فرهاد جیلاني څرګندوي چې د دې ښوونځیو پرانیستنه د لوړو امنیتي ګواښونو له امله شوني نه دي.

ښاغلی جیلاني وړاندې وايي:«د شینډنډ، ګران، کشک کهنه کې د امنیتي دلایلو له امله ښوونځي تړلي دي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې ویل کېږي یوازې د هېواد په لویدیځه حوزه کې ۱۵۰ د نجونو او هلکانو ښوونځي د نا امنیو له امله تړلي دي.

ښاغلی احمدي د هرات نا امني ولسوالۍ چې ښوونځي په کې تړلي دي د شینډنډ، ګذره،ګلران، اوبه او زنده‎جان یادوي چې له ډلې یې یوازې په شینډنډ ولسوالي کې ۳۰ ښوونځي تړلي دي

شریک یي کړئ