Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر ووژل شو

د هرات، پښتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر، عبدالرحیم احمدي نن سهار(یک‌شنبې د سلواغې ۶مه نېټه) ووژل شو.

د هرات د حج  او اوقافو رییس، سیدمحمد شېرزادي د دغه خبر تاييد سره وايي چې ښاغلی احمدي خپل دفتر ته پر لاره، د ولسوالۍ مرکز کې د طالبانو لخوا وژل شوی دی.

د ښاغلي شېرزادي په خبره، چې د پښتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر مخکې له دې څو ځله د طالبانو لخوا ګواښل شوی وو، ټاکل شوې وه چې د نوموړي دنده ښار ته بدله شي.

په همدې حال کې د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي پر ښاغلي احمدي برید غندلی او هغه یې ترهګریز برید بللی دی.

د هرات والي دفتر د خبرپاڼې له مخې هرات والي د پښتون زرغون ولسوالۍ امنیتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې د پيښې د عاملینو پیداکولو کې د خپلو ټولو امکاناتو څخه کارواخلي.

د هرات د حج  او اوقافو رییس، سیدمحمد شېرزادي د دغه خبر تاييد سره وايي چې ښاغلی احمدي خپل دفتر ته پر لاره، د ولسوالۍ مرکز کې د طالبانو لخوا وژل شوی دی

شریک یي کړئ