Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات پښتون زرغون کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته

هرات کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې یوه ملکي کس ژوند بایللی او لس تنه نور ټپیان دي.

یوه سرچینه نن(چهارشنبه د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) وايي چې ټپیانو کې ۸ افغان سرتېري او ۲ ملکي کسان شامل دي.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي څرګندوي چې نښته سهار وختي ۴:۳۰ بجې طاقچې سیمه کې پیل شوې.

د سرچینې په وینا افغان ځواکونو کله چې غوښتل طاقچې سیمه کې دولتي ځواکونه اکمال کړي، د طالبانو له برید سره مخامخ شوي دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پښتون زرغون د هرات ختیځ کې نا امنه ولسوالۍ ګڼل کیږي.

سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي څرګندوي چې نښته سهار وختي ۴:۳۰ بجې طاقچې سیمه کې پیل شوې.

شریک یي کړئ