Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات ښاروال له والي او ولایتي شورا رییسه څارنوالۍ ته شکایت کړی

  د هرات ښاروالۍ پر وړاندې له اعتراضونو وروسته د دې ولایت ښاروال د والي محمد آصف رحیمي او د ولایتي شورا رییس کامران علیزي په اړه د هرات څارنوالۍ ته شکایت کړی دی.

 د هرات ښاروال محمد داود انوري د څارنوالۍ ریاست ته په شکایت لیک کې ویلي چې معترضینو په ناقانونه توګه د دې ادارې دروازه تړلې او له هغه یې شخصي غوښتنې درلودې. هغه د ولایتي شورا رییس له معترضینو په ملاتړ او والي د دې اعتراضونو په اجازې تورن کړل.

د هرات ښاروال محمد داوود انوري په دې اړه وویل:«ما تېره ورځ د هرات له ولایت او ولایتي شورا څخه د هرات په څارنوالۍ کې د دعوا اقامه کړې، ځکه چې زه قانون ته ژمن یم.»

د هرات د استېناف څارنوالۍ رییس محمد الف عرفاني په دې اړه څرګنده کړه:«په داسې موردونو کې، چې د ولایت له مقام څخه شکایت وي او یا هم د ولایتي شورا له رییسه، د دې څېړنې واک عدلي او قضايي مرکز ته راجع کېږي او د هرات څارنوالي د دغه شکایت واک نه لري.»

د هرات والي نه غواړي څو په دې اړه له رسنیو سره خبرې وکړي خو د ولایتي شورا رییس وايي، اعتراضونه د هېوادوالو مدني حق دی او ښاروال حق نه لري چې له شواهدو پرته هغه څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزایي په دې اړه زیاته کړه:«کوم ناقانونه کار نه دی شوی، موږ عدلي او قضايي ارګانونو ته ځواب ویونکي یوو او دا د ښاروال په واک کې نه دي چې د ولایتي شورا رییس څارنوالۍ ته معرفي کړي.»

د هرات ښاوال وايي، د ځورواکو له لوري د دې ادارې د عوایدو د حیف و میل کېدو په مخنیوي سره عوایدو زیاتوالی موندلی خو هغه د دغو کسانو نومونه نه وړاندې کوي. 

په وروستۍ اوونۍ کې د هرات ښاروالۍ پر وړاندې د ولایتي شورا، د ښار شورا او د ګذر  وکیلانو اعتراض کړی دی. هغوی شکایت لري، چې ښاروالۍ د ښار د پراختیا لپاره هېڅ پروګرام نه لري. خو د هرات ښاروال وايي، دغه کسان د اعتراضونو په کولو سره شخصي غوښتنې لري.

شریک یي کړئ