د ملي امنیت عمومي ریاست په خبرپاڼه کې چې د پجشنبې په ورځ (د وري په ۳۰ مه) رسنیو ته استول شوې ده راغلي دي چې د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه والي نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه کاږل شوي چې د واشیر لپاره د طالبانو تش په نامه والي محمد نبي، په لښکرګاه ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی.
خبرپاڼه کې لیکل شوي چې محمد نبي، په لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې د «بشران» په کلي کې یوه ۱۲ کسیزه ترهګره ډله او همدارنګه په د رهبر تر نامه لاندې یوه بله ۱۰ کسیزه ډله د شاه پښتې په سیمه کې لري.
خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.