فراه ولایت کې د سولې ولسي کاروان ۲۷ غړي چې دوې ورځې مخکې د هرات ـ فراه پر لویې لارې نادرکه شوي وو، نن(پنج شنبې د مرغومې په پنځمه نېټه) خوشې شوې دي.
د سولې کاروان غړي دا غړې روانې اوونۍ کې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې وتښتول شول.
د یاد کاروان ویاند، بسم الله وطندوست وايي:«ملګرې یې د طالبانو لخوا تښتول شوي و، او اوس خوشې شوي او ټول روغ دی. پر لاره دي او د سیمې خلک یې هم لارې ته راوتلي دي.»
تېره ورځ د فراه ولایتي شورا غړی، دادالله قانع ویلي وو چې د سولې کاروان له هرات نه د نیمروز په لور روان وو چې فراه رود سیمه کې د طالبانو لخوا بیول شوي دي.
مخکې له دې هم د سولې کاروان غړي د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا نامالوم ځای ته تښتول شوي وو چې وروسته له څو ورځو بیا خوشې شول.
د روان کال په وري میاشت کې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د بزګر د ورځي جشن لمانځلو پرمهال دوه له چاودونو وروسته چې په کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د هلمند ولایت اوسېدونکو د سولې غوښتنې په موخه خپل مدني خوځښت پیل کړل.
دغه کاروان تر ډېره یو شمېر ولایتونو ته په پښو مزل وکړ تر څو د سولې غږ پورته کړي.
د دغه کاروان غړي وايي چې همکاران یې د طالبانو لخوا تښتول شوي دي، او څلورڅلوېښت ورځې د طالبانو په بند کې وو.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.