له هلمند ولایت نه د سولې غوښتو په موخه راپورته شوي کاروان ۲۷ غړي د هرات ـ فراه لویې لارې په اوږدو کې تښتول شوي دي.
د فراه ولایتي شورا غړی، دادالله قانع د دغه خبر پخلي سره زیاتوي چې د سولې کاروان له هرات نه د نیمروز په لور روان وو چې فراه رود سیمه کې د طالبانو لخوا بیول شوي دي.
له بلې خوا د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، محب الله محب وايي چې د برمته شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې پیل شوې دي.
مخکې له دې هم د سولې کاروان غړي د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا نامالوم ځای ته تښتول شوي وو چې وروسته له څو ورځو بیا خوشې شول.
د روان کال په وري میاشت کې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د بزګر د ورځي جشن لمانځلو پرمهال دوه له چاودونو وروسته چې په کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د هلمند ولایت اوسېدونکو د سولې غوښتنې په موخه خپل مدني خوځښت پیل کړل.
دغه کاروان تر ډېره یو شمېر ولایتونو ته په پښو مزل وکړ تر څو د سولې غږ پورته کړي.
د دغه کاروان غړي وايي چې همکاران یې د طالبانو لخوا تښتول شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.